افغان حکومت: د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوو

افغانستان - د ولسمشرۍ ماڼۍ.

افغانستان - د ولسمشرۍ ماڼۍ.

امریکا او افغانستان دواړو ویلي چې دوي به راتلونکې میاشت د روس په کوربتوب د امن په خبرو کې برخه نه اخلي.

افغان حکومت ویلي چې دوی د داسې خبرو اترو پر ځای نېغ په نېغه له طالبانو سره خبرو ته لومړیتوب ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا پرېکړه د ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو ترمنځ له سلا مشورو وروسته شوې ده.

تر دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د دې پخلی کړی وو چې د سپټمبر پر څلورمه په ټاکل شوو خبرو کې به برخه نه اخلي.

روس ویلي چې د افغانستان او امریکا په ګډون یې دولس هیوادونه دې خبرو ته ور بللي دي.

وسله والو طالبانو ویلي چې دوی به دې خبرو اترو ته یو لوړ پوړی پلاوي ولېږي.