پراګ - د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پر غربي هېوادونو غږ کړې چې د شام یا سوریې په ادلېب ولایت کې د ترهګرو د ختمولو په برخه کې دې د دوی په هڅو کې لاسوهنه نه کوي.
دا خبره سېرګې لاوروف د اګست پر ۲۹مه په مسکو کې خبریالانو ته کړې.
هلته رپورټونه وايي شامي حکومتي ځواکونه په ادلېب کې د یاغیانو پر ضد د لویې کارروایۍ تیاری کوي.
ادلېب د یاغیانو تر واک لاندې اخري ولایت دی.
مسکو د روم د سمندرګي په مشرقي برخه کې نورې جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړي دي.
روسۍ رسنۍ وايي، له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د شام په کورنۍ جګړه کې د روسیې تر ښکېلتیا وروسته په سیمه کې د روسیو ځواکونو موجودیت تر بل هر وخت زیات دی.
لاوروف وویل، هیله من دی چې غربي اېتلافي ملګري به په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې خنډ نه شي او د یاغیانو هڅونو ته به غوږ کښېنږدي.
امریکا، برتانیا او فرانسې روانه اوونۍ دمشق ته په بیا بیا خبرداری ورکړ چې د ادلېب په حمله کې کیمیاوي وسلې و نه کاروي که نه له غبرګون سره به مخامخ شي.