ګلزار عالم وايي په کابل کې یې هم ژوند ستونزمن دی

ګلزار عالم مشال راډیو سره مرکه کوي.

دا اوونۍ په مشال مرکه کې د سندرغاړي ګلزار عالم خبرې اورېدلی شئ. نوموړی له تېرو څو لسیزو راهېسې د پښتو ژبې خدمت کوي او په زرګونو سندرې یې ویلي دي.

ګلزار که له یوې خوا انقلابي سندرې ویلي، نو له بله پلوه اولسي سندرې یې هم ویلي دي او د ډېرو ښو کلاسیکو او معاصرو شاعرانو معیاري کلامونه یې هم سندریز کړي دي.

ګلزار عالم اوسمهال په کابل کې ژوند کوي او وايي، د ژوند بېړۍ یې پر مخ روانه ده خو د یو شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

په مشال مرکه کې د ګلزار عالم تفصیلي خبرې اورېدلی شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ګلزار عالم سره مرکه دلته واورئ