که وني و نه کرو نو ممکن ده پاکستان په صحرا بدل شي: عمران خان

فايل فوټو

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اتوار پر ورځ د درختې په کرلو سره د خپل حکومت له خوا د لس اربو ونو لګولو منصوبه پیل کړه.

نوموړي پرون د خېبر پښتونخوا په هري پور کې درخته ولګوله او وروسته يې پر خپله ه ټويټر پاڼه پر ټول ولس غږوکړ چې د اب و هوا د بدلون او الودګۍ د مخنيوي په دې مهم کې ورسره ملګري شي.

حکومت د درختو لګولو دې مهم ته پلانټ فار پاکستان یاني د پاکستان د ښګېړې لپاره ونې بوټي وکرئ نوم ورکړی دی.

درختې کرل زموږ شوق نه بلکې د ژوند او مرګ مسيله مو ده.
ملک امين اسلم

دا د واکمن تحريک انصاف د حکومت د لومړيو سلو ورځو د پلان برخه ده.

د اتوار پر ورځ په هري پور کې د درختې لګولو وروسته عمران خان خبريالانو ته وويل چې دا پنځه کلن مهم دی چې له مخې به يې ټول پاکستان زرغون شي.

هغه زياته کړه چې که نن څخه د ونو پر کرلو لاس پورې نکړل شو نو کېدای شي په راتلونکې کې ټول پاکستان په صحرا بدل شي.

د نړۍ د نورو برخو په شان پاکستان هم د اب وهوا له بدلون او د هوا له ککړتيا سره مخامخ دی.

سږکال د اګست پر اتمه نېټه د دومداري پرمختيا په اړه ادارې اېس پي ډي ای په اسلام اباد کې د پاکستان پر ماحولياتو يوه غونډه جوړه کړې وه.

رويټرز خبري اژانس وايی چې ملک امين اسلم چې وروسته د عمران خان په کابينه کې د ماحولياتو وزير شو، غونډې ته وويل چې هېواد يې د ماحولياتي ستونزو له وجې هره ورځ يو ارب روپۍ خرڅوي.

که له نن ورځې مو د ونو پر کرلو لاس پورې نکړ نو کېدای شي په راتلونکې کې ټول پاکستان په صحرا بدل شي.
عمران خان

د ماحولياتو پوه ډاکټر فيض کاکړ د اتوار مازيګر له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د حکومت ددې منصوبې ستاينه وکړه او وې ویل چې له دې سره به نه يوازې پاکستان هغه هدف ترلاسه کړي چې د اب و هوا د بدلون په لړ کې نړيوالو ټاکلی دی بلکې دده په خبره زياته ګټه به يې هغو سيمو ته ورسېږي چې ورځ تر بله په صحرا بدلېږي.

نوموړي زياته کړه چې د بلوچستان د بلوڅ مېشتو سيمو سبزه مخ په کمېدو ده او هغه سيمه په بېديا اوړي.

تحريک انصاف له ۲۰۱۳مه تر ۲۰۱۸ م پورې پر خېبر پشتونخوا حکومت کړی وو چې پر دې مهال يې د يو ارب درختو لګولو منصوبه پیل کړې وه.

هغه وخت ځينو کړيو ورباندې نيوکې وکړې خو وروسته د چاپیريال ځينو ادارو او کارپوهانو وويل چې ددې مهم له وجې ماحولياتو ته ګټه رسېدلې وه.

پکار ده چې د زياتو درختو لګولو پر ځای د چاپيریال رغولو ته زيات پام وشي.
شبير حسين

چاپيريال پوه شپیر حسين وايی چې بايد د درختو لګولو تر شمېر زيات د معيار خيال و ساتل شي.

نوموړي د اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وويل،پکار ده چې د زياتو درختو کرلو پر ځای د ماحولياتو رغولو ته زیاته توجه ورکړل شي.

د پاکستان د ماحولياتو وزير ملک امين اسلم د اېس پي ډي ای له خوا جوړې شوې غونډې ته ويلي ول چې د پاکستان سبزه ورځ تر بله ختمېږي او الودګي مخ په زياتېدو ده .

نوموړي زياته کړې وه چې ددې حالاتو مخنيوی يوازې درختې کولی شي او دده په وينا درختې شنې کول د دوی شوق نه بلکې د ژوند او مرګ مسيله يې ده.