پراګ - د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د امریکا لخوا یې په هېواد بندوونکې ۳۰۰ ملیونه ډالره امداد نه بلکې د ترهګرۍضد جګړه کې لګول شوی پاکستان لګښت دی او پکار ده چې امریکا یې ادا کړي.
د امریکا د دفاع وزارت د سېپټېمبر پر لومړۍ وویل د ترهګرو ډلو پرضد د کافي اقداماتو نه کولو له وجې یې پاکستان ته د ۳۰۰ ملیونه ډالره امداد نه ورکولو فیصله کړې ده.
قریشي د سېپټېمبر د دویمې پر ماښام په اسلام اباد کې رسنیو ته بیا بیا پر دې ټینګار کاوه چې دا مرسته نه ده.
شاه محمود قریشي زیاته کړه چې د سېپټېمبر پر پینځمه د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د لوړپوړيو امریکايي پوځي چارواکیو له یوه پلاوي سره یوځای د اسلام اباد دوره کوي او په هغه کې به د دې مسلې پشمول د دوه اړخیزو تعلقاتو پر وده او ګډو اهدافو خبرې اترې وشي.
دا هم وګورئ: امريکا پاکستان ته د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره مالي مرستې ودرولېد ۳۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو ورکړه تر دې لا مخکې ځنډول شوې وه خو اوس د رويټرز خبري اژانس په وینا، امريکايي چارواکیو د وروستۍ پرېکړې په کولو سره دې کال لپاره دا مرسته نه کوي.
د يادونې ده چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړيو ورځو کې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ترهګرۍ پرضد د جنوبي ايشيا لپاره ستراتیژي اعلان کړه او له پاکستانه يې وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه واخلي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند ليفټيننټ کرنل کون فالکنر رويټرز ته ويلي چې پاکستان د دې ستراتیژي په ملاتړ کې پرېکنده ګامونه نه دي اخيستي.
د نوموړي په خبره له همدې وجې کانګرس تر دې مخکې پرېکړه کړې وه چې د امريکا حکومت پاکستان ته کلنۍ ۵۰۰ ميليونه ډالر ورنه کړي او د درې سوو ميليونو نور نه ورکول په دې مانا دي چې ايسارې کړل شوې پېسې اته سوه ميليونه شوې.
دا کلنۍ مالي مرسته په داسې مهال ځنډېږي چې د پاکستان خزانې وزير اسد عمر تېره ورځ سېنټ ته وويل چې د اقتصاد سم ساتلو او بهرنيوو قرض د ورکړې لپاره نهه اربه ډالرو ته ضرورت لري او که پارليمان يې ومني، حکومت به يې د پیسو له نړيوال صندوقه (ای اېم اېف) دا پور وغواړي.
د پاکستان پوځ دريځ لري چې د ترهګرۍ ځپلو لپاره يې د زرګونو سرتېرو او عامو وګړو قرباني ورکړې ده او په خپله مبارزه کې صادقه دي. خو افغان او امريکايي چارواکي په اېبټ اباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د هستوګنې او وژنې او همداراز په بلوچستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدو تر څنګ ځېنې نور مثالونه راوړي او اسلام اباد په دوه مخې پاليسۍ تورنوي.
تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د امريکا له خوا د پېسو د نه ورکړې د دې نوي اعلان په اړه څه نه دې ويلي خو په پخوا وختونو کې يې ذکر کړې چې دوی د امريکا لپاره نه بلکې خپل هېواد له ترهګرۍ ژغورلو لپاره جګړه کوي.
رويټرز خبري اژانس ويلي چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې لپاره امريکا له ۲۰۰۲ کال راهيسې پاکستان ته د اتحادي هېوادونو سره د مرستې يا (Coalition Support Fund) په ترځ کې خوا او شا ۳۳ اربه ډالر ورکړې دي. د امريکا له خوا د ۳۰۰ ميليونو ډالرو مرستې ځنډول په داسې وخت کې راغلي چې تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو له ځېنو پوځي افسرانو سره يو ځای د سېپټېمبر پر پینځمه اسلام اباد ته ورشي.
د امريکا د دفاع وزير جيم مېتس د اګست پر ۲۸مه خبريالانو ته وويل چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې به د عمران خان په مشرۍ پاکستان نوي حکومت او پوځ سره د امريکايي چارواکو د بحث د سر موضوع وي.
اړوند راپورونه
جنرال جان نېکلسن پر پاکستان د زیات فشار راوړلو غوښتنه وکړه