دا په داسې حال کې ده چې تمه ده د امريکې بهرنيوو چارو وزير مايک پومپيو د ځينو پوځي افسرانو سره يو ځای د ستمبر په پنځمه اسلام اباد ته ورشي او هغوی سره د ترهګرۍ سره په مبارزې او د افغانستان امنيت په اړه خبرې وکړي. د يادونې ده چې امريکا پاکستان ته د ترهګرۍ سره مبارزې په لړ کې هر کال ورکوونکو پېسو کې درې سوه ميليونه ډالر نور منسوخې کړې دي. دليل يې دا وړاندې کړی چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد کوټلي ګامونه نه دې اخيستې.
دا فنډ هغه پېسې دي چې امريکا بايد پاکستان ته ځکه ورکړی وای چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې مو لګولې دي.ميا رضا رباني
د اپوزيشن ګوند پيپلز پارټۍ يو مشر سياستوال، ميا رضا رباني د ستمبر په درېيمه اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل پاکستان بايد امريکا ته وښيي چې د پېسو په لغوه کېدو خوشاله نه دی. ((دا د مرستې پېسې نه وي. نو ځکه زه وايم چې د امريکې دا پلاوی راشي نو بايد چې وزیراعظم ورسره ونه ګوري. دا د پروټولو مطابق خبره ده چې يوازې د بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قريشي صېب ورسره ملاقات وکړي.))
شاه محمود قريشي پرون خبريالانو ته ويلي چې دا مسله د امريکايي پلاوي سره راپورته کوي ځکه چې دا پېسې مرسته نه بلکې د دوی حق دی.
د پاکستان بهرنيوو چارو پخوانۍ وزيرې حنا رباني کر د ستمبر په درېيمه مشال راډيو ته وويل چې امريکا دا پېسې د فشار اچولو لپاره کاروي چې ګټه به ونه لري. د هغې په وېنا امريکا له پاکستانه غواړي چې افغان طالبان د سولې مذاکراتو ته راولي خو پاکستان پر طالبانو هغومره ډېر اثر رسوخ نه لري.
هغې زياته کړه: ((ته پر يو ملک زور نه شي کولی چې ستا د خوشالۍ لپاره يو څه وکړي. دا کار يوازې د اړيکو په ښه کولو سره کېدای شي. ما فکر کاوه چې امريکا به په پاکستان کې د نوي حکومت سره دا اړيکې قايمې کړي او د پلونو د سوځولو پر ځای به پلونو جوړ کړي. د سولې بهیر ډېر زيات اهميت لري. ټولې خواوې بايد په اخلاص سره په دې کې خپل کردار ولوبوي. پاکستان هم يو محدود کردار ترسره کولی شي خو زما په خيال چې څومره تمه ترې کېږي، هغه پر حقیقت نه ده ولاړه.))
د يادونې ده چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړيوو ورځو کې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ترهګرۍ پر ضد د جنوبي ايشيا لپاره سټريټيجي اعلان کړه او له پاکستانه يې وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه واخلي. نوموړي نيوکه وکړه چې له ۲۰۰۲ کال راهيسې يې پاکستان ته د ترهګرۍ پر ضد جګړې لپاره درې ديرش بيليونه ډالر ورکړي خو هغوی ورته په بدل کې يوازې دوکه ورکړې. اسلام اباد پر دې بيان سخت خفګان ښودلی وو او دا یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د خپلو قربانيوو له پامه غورځول بللي وو.