پنجاب: یو کس د خپلې کورنۍ ۴ غړي وژلي

پاکستان کې ناموسي قتلونه زیات شوي.

پراګ ـ د پاکستان د پنجاب صوبې په حافظ اباد کې یو تن خپله لور، د هغې خاوند او دوه لمسي وژلي دي.

د حافظ اباد ضلعې پولیس وايي دا پېښه په نیسووال نومې کلي کې د سېپټمبر په ۷مه ناوخته رامنځ ته شوې ده، چې پکې قاتل خپله لور ثنا، د هغې خاوند فردوس او د دوه او درې کلونو د عمر د هغوی دوه ځامن وژلي دي.

یو ځايي پولیس چارواکي په دې هکله د خالي په ورځ مشال رېډیو ته وویل، د ثنا پلار د هغې د خپلې خوښې په واده خوشاله نه وو. نوموړي زیاته کړه:

((دې جینۍ خوا اوشا څلور کاله وړاندې په خپله خوښه واده کړی وو او پلار یې ورته په دغې غصه وو. خو بیا یې ورسره روغه جوړه شوې وه او په دې بهانه یې کورته را غوښتي وو چې په شریکه کاروبار شروع کول غواړي. خو د شپې چې دوی څلور واړه اوده شو نو دې تن په «ټوکه» یا «کټارۍ» ووژل. قاتل مو له د قتل له الې سره نیولی دی.))

عنصر علي هم دا راز وویل چې دغه قاتل خپل جرم منلی دی.

که څه هم په پاکستان کې د ناموس په نوم د وژنو خلاف سخت قوانین موجود دي خو د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي وايي چې دا نه عملي کېږي.


د خېبر پښتونخوا په سوات کې د ښځو د جرګې مشره تبسم عدنان وايي، په ټولنه کې ناپوهي ډیره ده او عدلیه دا ډول کېسونو کې سختې فېصلې نه کوي چې لوجې یې د ناموس په نوم د تشدد لړۍ دوام لري. نوموړې وویل:

((دا قاتل نیول شوی، او دا شان نور قاتلان هم نیول کېږي خو بله ورځ به یې په ضمانت خوشی کړي. وکیلان ورله څه لاره برابر کړي او ججان یې ومني. مونږ د سپریم کورټ د چیف جسټس نه غوښتنه کوو چې په دې قسم کېسونو کې عدالتونو ته د سختۍ کولو امر وکړي. قوانین به هله ګټه ور وي چې مجرمان پکې له سزا سره مخامخ کېږي.))

د پاکستان پارلیمان د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر کې د ښځو د حقونو لپاره قوانین منظور کړي چې پکې د ښځو پر ضد د هر ډول زیاتي او تشدد د مخنیوي لپاره اقدامات شته، خو په دې هېواد کې د انساني حقونو خپلواکه کمېشن وايي، له هغې د ۲۰۱۷م کال تر جونه د ناموس په نوم د وژنو ۲۸۰ کېسونه رپورټ شوي دي.