پراګ ـ د تحريک انصاف په واک کې تر راتلو وروسته د څلورو هغو هېوادونو لوړ پوړو چارواکيو د پاکستان سفرونه کړي چې ددې هېواد په بهرنۍ تګلاره کې ډېر مهم ځای لري.
په دې کې د امريکا، ايران، سعودي عرب او چين چارواکي شامل دي. کله چې عمران خان په واک کې نه وو نو د نواز شريف په مشرۍ د پخواني حکومت پر بهرنۍ تګلاره، په تېره بيا چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ او له امريکا سره پر تعلقاتو به يې سخت انتقادونه کول.
د سېپټمبر پرنهمه د چين د بهرنيو چارو وزير او د سعودي عرب د رسنيو وزير د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره په اسلام اباد کې جلا جلا ملاقاتونه وکړل.
دا هم وګورئ: وانګ يي: چين به په بهرنۍ تګلاره او ډيپلوماسي کې پاکستان ته لومړيتوب ورکويد پاکستان خبري اژانس ای پي پي لیکي، د سعودي عرب د رسنيو وزیر عواد بن صالح العواد عمران خان ته خپل هېواد له لورې د په سيمه کې د سولې د راوستو په هڅو کې پاکستان ته د پوره ملاتړ ډاډ ورکړی.
د تحريک انصاف په رسمي ټوېټر پاڼه ويل شوي چې هم د سېپټمبر پر نهمه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له عمران خان سره یو په یو وليدل او د دوه اړخيزو ګټو پر چارو يې ورسره خبرې وکړې.
په واک کې تر راتلو وروسته دا د عمران خان د چين او سعودي عرب له چارواکيو سره لومړۍ ليدنه ده.
تر دې وړاندې د امريکا او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو د پاکستان سفرونه کړي وو.
دا هم وګورئ: 'پاکستان او امریکا د ځنډمنو اړیکو په ختمولو رضا شوي'د عمران خان په واک کې د راتلو شاوخوا درې اوونۍ کېږي او په دې دوران کې د څلورو هغو هېوادونو لوړ پوړو چارواکيو د پاکستان سفر کړی چې د پاکستان په خارجه پاليسۍ کې ډېر مهم دي.
پوښتنه دا ده چې له عمران خان سره د دوی تر ليدنو وروسته د پاکستان د خارجه پالیسۍ څه نوی سمت ښکاري او که څنګه؟
د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو ښوونکي ډاکټر اعجاز خټک ته پکې نه ښکاري.
د ده په خبره چې له امريکا سره په تعلقاتو کې هم د پخوا په شان اختلافات شته، چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر پخواني ځای ده، له سعودي عرب څخه تمې دي او له ايران سره اړيکې هم هغسې دي نو دده په خبره د نوي حکومت له جوړېدو سره په بهرنۍ تګلاره کې څه خاص فرق نه ويني.
د ترهګرۍ ضد جګړه او په افغانستان کې سوله، د پاکستان او امريکا تعلقات له کړکېچ سره مخامخ کړي دي.
د نوي حکومت له جوړېدو وروسته چې کله د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو عمران خان ته د مبارکۍ ټيليفون وکړ نو د امريکا د خارجه وزارت په وينا ښاغلي پامپېو په پاکستان کې د وسله والو د پټنځايونو د له منځه وړلو پر خبره ټينګار وکړ
خو د پاکستان خارجه وزارت دريځ خپل کړ چې داسې هېڅ خبره نه وه شوې.
وروسته مايک پامپېو د پاکستان سفر وکړ او له عمران خان او د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي سره يې وليدل چې په اړه يې شاه محمود قریشي خبريالانو ته وويل چې د واشنګټن او اسلام اباد په اړيکو راغلی ځنډ ختم شوی دی.
خو د دفاعي چارو پوهه ډاکټره عایشه صديقه وايی، د نوي حکومت له جوړېدو سره د امريکا په ګډون له هېڅ يوه هېواد سره د تعلقاتو نوعيت بدل شوی نه دی.
((هم هغه پخوانۍ تګلاره ده چې دوام لري چې پکې يو طرف ته ايران دی، بل طرف ته د امريکا ځای چين نيولی دی، موږ د روس طرف ته هم لږه توجو ورکړې ده. په تېرو پینځو شپږو کالونو کې چې په خارجه پاليسۍ کې کوم بدلون راغلی وو چې په جوړېدو کې يې د پوځ لوی لاس دی، هغه روانه ده. له دې بغير ماته د اوسني حکومت څه خاصه بهرنۍ تګلاره په نظر نه راځي.))
خو د پاکستان يو پخوانی ډېپلوماټ امير عثمان بيا وايي چې په بهرنۍ تګلاره کې به ورو ورو بدلون راځي. د ده په خبره عمران خان يو ذهين او تکړه کس او بايد ورته وخت ورکړل شي.
د پاکستان پخوانی خارجه سکرټر شمشاد احمد خان هم مشال راډیو ته وويل چې د بهرنيو هېوادونو د لوړپوړ چارواکيو سره عمران خان د سيال په توګه راشه درشه کړې ده چې دده په وينا په پخوا کې به داسې نه وو نو ځکه دده په خبره چې ده ته دا تر ټولو لوی بدلون ښکاري.