دا اوونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې سیاستواله معراج همایون مېلمنه ده. د صوابۍ سره تړاو لرونکې دغه پېژندل شوې مېرمن د قامي وطن ګوند غړې ده او د مېرمنو او ماشومانو د حقونو لپاره یې وخت په وخت مبارزه هم کړې ده.
مېرمن همایون وايي، د خلکو د خدمت په جذبه یې سیاست پیل کړی او په ځانګړي ډول د مېرمنو د غږ د پورته کولو په موخه یې د ژوند دغه لاره د ځان لپاره غوره کړې ده.
نوموړې «د لاس ګل» په نوم د مېرمنو د حقونو او د هغوی د کارونو د ځلولو لپاره یوه غیر دولتي اداره هم جوړه کړې چې تر اوسه یې د نجونو د تعلیم د ودې لپاره هلې ځلې کړې دي. له معراج همایون خان سره د مشال خبریالې انیسه اجمل مرکه کړې ده.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.