د رسالدار محمد افضل د وژنې خلاف د کلا سیف الله ولس په احتجاج راوتی

د بلوچستان په کلا سیف اللهولسوالۍ کې د یکشنبې په شپه په یوه وسله وال هدفي برید د لېويز رسالدار محمد افضل کاکړ وژل شوی چې په غبرګون یې کې په سلګونه ولس په احتجاج راوتی دی.

اوس پر خواله رسنیو ښودل کېږي چې ولس په کلا سیف الله کې یو لویه ولسي غونډه روانه ده او د پاکستان له حکومته د رسالدار محمد افضل کاکړ د قاتلانو نیولو غوښتنه کوي.

پر نوموړی په یکشنبه ماښام مهال د کلا سیف الله ښارګوټي پر جنکش پر موټرسایکل سورو ناڅرګندو وسله والو ډزې وکړې چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. د هغه قاتلان تر پېښې پس په تېښته بریالي شول.

رسالدار محمد افضل کاکړ

د مشال راډيو خبریال د ځايي رسنوالو له خولې وايي، کله چې د محمد افضل د ویشتلو ږغ خپور شو نو ګڼ خلک او امنیتي سرتېري د پېښې ځای او روغتون ته ورسېدل.

د قلعه سیف الله ګڼو خلکو د پېښې په غبرګون کې د حکومت خلاف لاریون وکړ او په احتجاج کې یې د کوټې قلعه سیف الله لوی سړک د موټرو پرمخ وتاړه.

د قلعه سیف الله مرستیال کمېشنر ظفرعلي احتجاجیانو ډاډ ورکړ چي حکومت به په پېښه کې د تورنو کسانو د نیولو لپاره هر ډول ګامونه پورته کړي او بیا وروسته ولس خپل احتجاج ختم کړ.

نن بیا قلعه سیف الله بازار کې په بشپړه توګه کاربندیز دی، ټول دکانونه اوکاروباري مرکزونه تړل شوي دي او په بازار لږ ګاډي ترسترګو کېږي.

د سمیي د ځايي خبریالانو په وینا چي د رسالدار محمد افضل له هېچا سره ذاتي بدي نه وه.

دا هم وګورئ: پښتون ژغورنې غورځنګ د ورکو کسانو خپلوان هیله من کړي دي

دا هم وګورئ: په ږوب کې د پنځو کسانو تښتولو پر ضد احتجاج