شمالي وزیرستان: په نښته کې اووه عسکر او نهه وسله وال وژل شوي

وژل شوی کېپټن جنېد

بنو - د پاکستان انتظامی او پوځي چارواکي وايي د ۲۲م ستمبر په غرمه د شمالي وزیرستان په دته خیلو کی د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.

دوی وايي ، د دته خېلو په سرا ناری سیمه کې د شوې نښتې په ترڅ کې د کیپټن جنید په ګډون اووه سرتېري او نهه وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې لومړی وسله والو پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې د پورته یاد شوي افسر په ګدون شپږ تنه پکې وژل شوي دي.

د دوي په وینا ، له هغه وروسته پوځ هلته عملیات کړي چې پکې نهه وسله وال وژل شوي دي او سیمه اوس له وسله والو پاکه کړل شوې ده.

نه ازادو سرچینو د دې پخلی کړی دی او نه هم وسله والو لا د دې رپوټ تر خپرېدو په دې اړه څه ویلي دي.

په شمالي وزیرستان کې په دې ورستیو کې داسې پېښې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي چې د امنیتي عسکرو تر څنګ ځايي مشران ، ځوانان او ځینې حکومتي چارواکي هم پکې وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د ځوانانو سازمان هلته د بدامنۍ او هدفي وژنو د مخنیوي لپاره یو شمېر احتجاجونه هم کړي دي خو حکومتي چارواکي وايي دوي د امن پرځای کولو لپاره پوره هڅې کوي.

په شمالي وزیرستان کې د کلونو تر اوږدو پوځي عملیاتو وروسته د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده خو وسله وال بیا هم وخت ناوخته داسې بریدونه کوي.