پراګ ـ ای اېم اېف یا د پیسو نړیوال صندوق چارواکي چې له تېرو څو ورځو راهېسې په پاکستان کې دي، له حکومتي چارواکو سره په لیدو کتو بوخت دي.
خو د تحریک انصاف په واکمنۍ کې وفاقي حکومت وايي، لا هم په دې غور کوي چې له دوستو هېوادونو څومره قرض واخلي او لهای اېم اېف نه څومره قرض ته اړتیا لري؟
د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي، د یو اټکل له مخې، پاکستان ته دا مهال خوا او شا ۱۲ اربه ډالره پکار دي، دا چې دا قرض له چا اخلي او په کومو شرطونو به یې تر لاسه کوي؟ نوموړي یې په اړه وویل:
((د ای اېم اېف د چارواکو نه علاوه د اسیايي پرمختیايي بانک چارواکي هم اسلام اباد ته راغلي وو او غواړي چې له پاکستان سره په بېلا بېلو منصوبو کې مالي مرسته وکړي. د ای اېم اېف لخوا د قرضې بنیادي شرایط دا دي چې تېل، ګیس او بجلي دې ګرانه او د هغې تفصیل دې ورسره شریک کړل شي، له هغې وروسته به دوی د دې خبرې جاج اخلي چې اسلام اباد قرضې بیا ادا کولی شي او که څنګه؟))
اکرام هوتي زیاتوي چې وفاقي حکومت د خپلو لګښتو کمولو اعلان کړی، تمه ده چې له دې سره هم د پخوا په نسبت مالي فشار کم شي.
دا هم وګورئ: د ای اېم اېف پلاوی پاکستان ته تللیخو د اقتصادي چارو پوه ډاکټر قیصر بنګالی بیا وايي، قرض اخېستل د مسئلې نه د وتلو عارضي حل دی، پکار ده چې حکومت د اوږد مهاله او دایمي حل لټولو لپاره هم ګامونه پورته کړي.
((ریاست له پکار ده چې د ادارو د پراییویټایزېشن یا شخصي کولو نه ډډه وکړي او په خپله نګرانۍ کې وده ورکړي. دا راز برامدات زیاتول پکار دي او د هغې لپاره به په صنعتي پیدوار ټیکسونه کموي چې دا راز صنعت وده وکړي. د دې تر څنګ به درامدات کمول هم ضروري وي، یعنې که تاسو اوګورئ نو په بازارونو کې د خپل هېواد جوړ شیان کم او له بهرنیو هېوادونو نه راوړل شوي شیان زیات تر لاسه کېږي. په زیاترو بهرنيو سامانونو هم بندیز پکار دی. د دې اقداماتو په نتیجه کې به د هېواد اقتصاد وده کوي.))
ډاکټر قيصر بنګالی زیاتوي، پاکستان په کال کې نورې نړۍ ته د ۲۳ اربو ایکسپورټ یا برامدات کوي خو له نړۍ د ۶۰ اربو امپورټ یا درامدات کوي او دغه فرق هر کال د دې هېواد اقتصاد لا پسې د مشکلاتو سره مخ کوي، پکار ده چې حکومت د دې فرق ختمولو لپاره په ترجیحي بنیادونو کار وکړي.