'د سیپیک ګټه تر پاکستان زیاته چین ته ده'

اسلام اباد د چین - پاکستان اقتصادي پروژه ټولې ټېکې له نوې سره ارزول غواړي ځکه چې د دوی په وینا له دې پروژې تر پاکستان زیاته ګټه چین ته رسېږي.

د پاکستان د پلان، پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزیر خسرو بختیار رسنیو ته ویلي، له چین سره اقتصادي پروژې ته کتنه کوي او د یوه داسې ماډل راوړاندېکولو تکل لري هېواد یې له تاوانونو وژغوري.

د چین او پاکستان اقتصادي پروژه ( سيپيک ) باندې د عمران خان په حکومت کې تنقیدونو سر راپورته کړی دی. تحریک انصاف د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال له خلکو سره ژمنې کړې وې چې ملک به له بهرنیو پورونو خلاصوي.

دا هم وګورئ: پاکستان: سعودي دې په سیپېک راګډ شي

دا هم وګورئ: نوې څېړنې د چین - پاکستان پانګونه کې د روڼوالي او برابرۍ سپارښتنې کړې

تر دې وړاندې د پاکستان وزیراعظم د اقتصادي چارو سلاکار عبدالرزاق داوود هم ویلي ول چې پخواني حکومت د سيپیک لپاره بشپړه تیاري نه وه کړې او داسې تړونونه یې لاسلیک کړي ول چې تر پاکستانه یې زیاته ګټه چین ته رسېږي.

خو د پاکستان په سېنېټ کې د سيپیک کمیټۍ غړی سردار یعقوب ناصر چې له مسلم لیګ ن سره تړاو لري وايي، اوسني حکومت له پکار ده چې د ملک مفاداتو ته په کتو سره دا ډول پروژې پرمخ یوسي.

''پکار داده چې موږ پر هره مسئله چې غور کوو، د ملک ګټې په پام کې ونیسو، مګر دوی پخپله لګیا دي، چا ته خپله خبره نه واضحه کوي چې دوی په دې معاملې څنګه بیا کتنه کوي. دوی دا نه وايي چې کوم ځای دوی ته ګټور نه دی.''

سردار یعقوب ناصر وايي، د اوسني حکومت دا خبره مناسبه نه ده چې د سي پیک پروژه ټوله د چین په ګټه ده.

د پاکستان اقتصادي چارو کار پوه او د اسلام اباد په اسلامي نړیوال پوهنتون کې د اقتصادیاتو د ډیپارټمنټ استاد ډاکټر معراج الحق مشال راډیو ته وویل، پر سيپیک پروژې اوس تنقیدونه کول یا بیا کتنه به ښايي ممکنه نه وي:

''اوس خو عملا کار روان دی، پروژې شروع شوې دي، نو په داسې وخت کې بیا کتنه او بدلونونه کول دا به ممکنه نه وي، چین ته به دا خبرې د منلو وړ نه وي.''

د پاکستان اوسنی حکومت وايي، دوی په خپله خاوره د چین پانګې اچونې ته ژمن دي خو د دغې پانګې اچونې پر بیو او مالي توان په زور راوړلو دې پروژې ته بیا کتنه کول غواړي. د پاکستان لپاره د چین سفیر یاو جینګ رویټرز اژانس ته ویلي، دوی به په سيپیک پروژې د پاکستان د اندېښنو د ختمولو هڅه کوي. نوموړي ویلي، بیجنګ به یواځې هغه پروژې پر مخ وړي چې پاکستان یې غوښتنه کوله.

د چین حکومت د سي پيک پروژې د بنیادي ډانچې جوړولو لپاره د شپيتو بیلیونو ډالرو د پانګې اچونې ژمنه کړې ده. د پاکستان درېوو حکومتي چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي، بیجینګ به یواځې پر هغو پروژو بیا کتنې ته زړه ښه کړي چې لا تر اوسه شروع شوي نه دي.