د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال حیات پرېغل له اډیالې زندانه خوشې شو

حیات پرېغل د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی دی

پراګ - پښتون تحفظ غورځنګ وايي، د تحریک د غړي او د بشري حقونو د فعال حیات پرېغل مقدمه پر مخ وړي او په اسلام اباد هایکورټ کې به پر هغه لګېدلي تورونه ناسم زباتوي.

د غورځنګ دوو کارکنانو او د مرکزي کمېټۍ یوه غړي عبدالله ننګیال بېټني د اکتوبر د درېیمې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، د پرېغله د ضمانت کارروايۍ تر بشپړېدو وروسته یې نوموړی د راولپېنډۍ له اډیالې زندانه یووړ.

دوی له نوموړي سره د ګاډو په کاروان کې شامل ول او ویې ویل چې د پرېغله د هرکلي لپاره د پښتونژغورنې غورځنګ لسګونه غړي او پلویان ورغلي ول.

بېټني وویل، د پرېغله په ضمانت کې د ۱۰ لاکو روپیو، پر ټولنیزو رسنیو د نوموړي د فعالیت څارلو او د هغه پاسپورټ کورنیو چارو وزارت ته ورکولو شرطونه شامل ول.

د ده په خبره، د پاکستان وفاقي تحقیقاتي اداره (اېف ای اې) به پر فېسبوک او ټوېټر د حیات پرېغل فعالیتونه څاري او د کورنیو چارو وزارت ورڅخه پاسپورټ ځکه اخیستی چې دی له هېواده بهر لاړ نه شي او نوم یې د ممنوع الخروج کسانو په لېسټ (اېګزېټ کنټرول لېسټ) کې دی.

خو بېټنی زیاتوي چې د دې شرایطو پر ضد به په عدالت کې مبارزې ته دوام ورکوي.

د پښتون تحفظ غورځنګ د غړي حیات پرېغله د ضمانت امر د اسلام اباد هایکورټ قاضي عامر فاروق د سېپټېمبر د ۲۶مې پر ماخوستن کړی وو.

د پرېغله د کورنۍ له وینا سره سم، نوموړي په متحده عرب اماراتو کې کار کاوه او په چوټۍ کور ته ورغلی وو چې د جولای پر پینځمې، شپې مهال پولیسو او په ساده جامو کې ځېنو کسانو په ډېره اسماعیل خان کې له کوره یووړ.

د جولای پر اوومه چارواکو خبر ورکړ چې پرېغل یې د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته انتقال کړی دی.

دا هم وګورئ: اسلام اباد هایکورټ د حیات پرېغل ضمانت ومانه: پي ټي اېم

نوموړی له هغه وخت راهیسې بندي وو او پښتون ژغورنې غورځنګ یې مقدمه پر مخ وړه.

د بښنې نړیوال سازمان د سېپټېمبر پر ۲۴مه په یوه بیان کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې حیات پرېغل دې ((سمدستي او بې له شرطه)) خوشې کړي.

دې سازمان نوموړی د ((ضمیر قیدي)) په نوم یاد کړی او وايي چې پر هغه د پاکستان پر دولتي پالیسیو د انتقاد تور پورې شوی دی.

د غورځنګ مشر منظور پښتین پر ټوېټر د پرېغله په خوشې کولو کې د بښنې نړیوال سازمان او د ټولو نورو کسانو د هلو ځلو مننه کړې وه.

د پښتون تحفظ غورځنګ ویاند فضل خان اېډووکېټ د سېپټېمبر پر ۲۶مه ویلي ول چې پر پرېغله د انټرنېټي جرمونو د مخنیوي او سزاګانو دفعې لګول شوې دي.

پښتون تحفظ غورځنګ او حیات پرېغل خپله په بیا بیا ویلي دي چې یوازې د پاکستان له اساسي قانون سره سم، د پښتنو د حقونو غوښتنه کوي.