پراګ - په متحده مجلس عمل کې د شاملو دوو لویو ګوندونو جمیعت علمای اسلام (ف) او جماعت اسلامي، د عوامي نیشنل ګوند او قامي وطن پارټۍ مشران وايي، ټولو اپوزیشن ګوندونو د ضمني انتخاباتو لپاره اتحاد کړی دی.
دوی د اکتوبر پر درېمه مشال راډیو ته وویل، په اتحاد کې پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) هم شامل دي.
د پاکستان الېکشن کمېشن په وینا، د اکتوبر پر ۱۴مه به ولس، د قامي اسمبلۍ پر ۱۱ او د صوبايي اسمبلیو پر ۲۶ څوکیو د خپلو استازو ټاکلو لپاره رایې کاروي.
د جمیعت علمای اسلام (ف) یوه مخکښ او د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر اکرم خان دراني مشال راډيو ته وویل، ټول ګوندونه وايي چې هر ځای یو امېدوار د جولای د ۲۵مې په ټولټاکنو کې د پاکستان تحریک انصاف له نومانده په دویم نمبر راغلی وو، هلته به هغه ته موقع ورکوي او خپل امېدواران یې کښېنولي دي.
د ده په خبره، د اکتوبر پر درېمه، د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالانو په بنو کې د خبري غونډې پر مهال د متحده مجلس عمل د نوماند ملاتړ اعلان کړ او تر دې مخکې پیپلز ګوند خپله نومانده کښېنوله.
دا هم وګورئ: د پاکستان په انتخاباتو کې تحریک انصاف زیاتې څوکۍ ګټلې ديهمداراز، په ډېره اسماعیل خان کې د متحده مجلس عمل نوماند د پیپلز ګوند امېدوار په حق کې له انتخاباتي سیالۍ ووت.
درانی وايي، ټولو ګوندونو په مردان او نوښار کې د عوامي نیشنل ګوند او په سوات کې یې د مسلم لیګ (ن) د امېدوار ملاتړ کړی دی.
دی زیاتوي، د دې اقدام موخه په ضمني انتخاباتو کې بریا او تر هغې وروسته، د هېواد په سطح د یوه او لوی اپوزیشن جوړول دي.
د جماعت اسلامي یوه مشر عنایت الله وویل چې له دې موافقې سره سم یې ګوند په ټوله صوبه کې خپل نوماندان کښېنولي دي.
دا هم وګورئ: الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د مبينه درغليو تورونه ردويد جولای په انتخاباتو کې تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ وګټلې او هلته یې له ځېنو نورو ګوندونو سره یو ځای د عمران خان په مشرۍ وفاقي حکومت جوړ کړ.
دې ګوند په خیبر پښتونخوا کې اکثریت تر لاسه کړ، په پنجاب کې یې زیاتې څوکۍ وګټلې او هلته یې صوبايي حکومتونه جوړ کړل او په بلوچستان کې د اېتلافي حکومت برخه شو.
خو اپوزیشن ګوندونو په انتخاباتو کې د پوځ پر رول انتقاد وکړ او تور یې پورې کړ چې په انتخاباتو کې په پراخ کچ درغلي شوې.
دا هم وګورئ: د پوځ له کرداره بغېر دې بیا انتخابات وشي: اسفندیارالېکشن کمېشن دا تور په بیا بیا رد کړی خو د عوامي نیشنل ګوند یو مشر میا افتخار حسین وايي، ګوند یې دا ځل هم د ووټونو په مرکزونو کې د پوځي سرتېرو ځای پر ځای کولو اندېښمن کړی دی.
دی وايي، د ضمني انتخاباتو لپاره امنیتي چارې صوبې او وفاقي حکومت سمبالولای شي، نو د پوځ اړتیا نشته.
د قامي وطن ګوند افتاب احمد خان شېرپاو البته په انتخاباتو کې د پوځ د رول په اړه اندېښمن نه دی او وايي، دا ځل د ټګۍ امکان هم نه ښکاري ځکه چې د ده په وینا، که اپوزیشن ګوندونه د صوبايي او قامي اسمبلیو زیاتره څوکۍ وګټي هم نو د تحریک انصاف په مشرۍ حکومتونه نشي ړنګولای.
د پاکستان پوځ او انتخاباتي کمېشن وايي، پوځ یوازې د ټاکنو امنیت دنده لري او په امنیتي بهیر کې هېڅ رول نه لري.
دا هم وګورئ: سوات: مخالف ګوندونه د پوځ نګرانۍ کې ضمني انتخابات نه مني