امریکا له ایران سره د دوستۍ تړون ختم کړ

د امریکا او ایران بیرق.

امریکا له ایران سره په ۱۹۵۵م کال کې شوی د دوستۍ تړون لغوه کړی.

دا له هغې وروسته ده چې ایران د بندیزونو د پالیسۍ خلاف د انصاف په نړیوال عدالت کې د امریکا پرضد کېس جمع کړی.

د اکتوبر په درېیمه د انصاف نړیوال عدالت امریکا ته حکم وکړ چې د تهران پرضد لګول شوي بندیزونه دې لرې کړي.

د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵م کال کې اټومي تړون له مخې پر ایران لګول شوي بندیزونه په مشروط ډول لرې شوي وو چې اوس امریکا بیرته پر ایران لګولي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو د اکتوبر پر درېیمه خبریالانو ته وویل:

دا پرېکړه ۳۹ کاله ځنډېدلې وه چې اشاره یې په ۱۹۷۹م کال کې اسلامي انقلاب ته وه.

تهران د دې پرېکړې په غبرګون امریکا د یو داسې نظام په نوم یاد کړی چې قانون ته غاړه نه ږدي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د دوستۍ تړون په ایران کې د اسلامي انقلاب له راتلو لسګونه کاله پخوا هغه مهال لاسلیک شوی و چې دواړو له یوبل سره نېږدې اړیکې درلودلې.

نور ولولئ.

دا هم وګورئ: روحاني: ټرمپ د ایران په ګوښه کولو کې بریالی نه شو

دا هم وګورئ: اسرایل: ایران د اټومي وسلو پټ مرکزونه لري

دا هم وګورئ: برتانیا، فرانس، روس، چین او جرمني پر ایران د بندېزونو وړاندېز رد کړ