د زيارت د مېلې حال او د کرن خان نوې سندره

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ په خپرونه کې ځوان سندرغاړي، کرن خان او وحيد اڅکزی راسره ول.

دوی د اکتوبر پر لومړۍ د بلوچستان په زيارت کې په يوه مېله کې سندرې وويلې.

دوی وايي، د زيارت مېلې ته ورته د پښتو موسيقۍ ولسي پروګرامونه بايد د ډېورنډ کرښې دواړو خواو ته جوړ شي.

کرن خان بيا د خپلې نوې خپرې کړې سندرې په اړه هم معلومات راکړل.

د دې سندرغاړو خبرې او ځېنې سندرې یې په خپرونه کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ