د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار په منځني ختیځ کې د تهران د نفوز مقابل د سټراټیژۍ د وړاندې کولو پر وخت ایران د ترهګرۍ مرسته کوونکو هېوادونو مرکز بللی دی.
جان بولټن د اکتوبر پر څلورمه خبریالانو ته وویل چې د ایران په اړه د امریکا تګلارې لاندې به د ایراني ملاتړ لرونکو وسله والو د پشاکولو او د هغوی د مالي ملاتړ کوونکو پر ضد پوځي او غیر پوځي لارې استعمالوي.
بولټن دا اعلان د ۲۰۱۱م کال وروسته د امریکا د ترهګرۍ ضد د نوې تګلارې د خپرېدو په ترڅ کې کړي دي.
د امریکا د ولسمشر دفتر (واییټ هاوس) په یوه متن کې د بولټن له خولې ویل شوي چې سختدریځه ترهګرې ډلې امریکا او په بهرنۍ کچه د دغه هېواد مفاد ته ګواښ ورپېښوي.
بولټن وویل، ایران د ۱۹۷۹م کال راهیسې د نړیوالې ترهګرۍ مهم معاون دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صدرات عهده سنبالو راهیسې د ایران په اړه سختدریځ خپل کړی او د تهران د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړونه یې هم امریکا ویستې ده.
ایران لا په دې اړه څه نه دي ویلې.
نور ولولئ.
دا هم وګورئ: جان بولټن د امریکا ملي امنیت نوی سلاکار وګمارل شو دا هم وګورئ: بولټن: امریکا د ایراني حکومت پرځول نه غواړي