د پاکستان د احتساب قومي ادارې – نېب – د پاکستان مسلم لیګ نون ډلې مشر شهباز شریف نیولی دی.
شهباز شریف نن په لاهور کې د ۱۴ اربه روپیو ارزښت لرونکې اشیانه اقبال هاوسینګ سکیم په مقدمه کې نیول شوی دی.
پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې په لاهور کې د احتساب ادارې شاوخوا کلک امنیتي ګامونه پورته شوي دي.
نوموړي به د اکتوبر پر ۶مه د احتساب عدالت ته وړاندې کېږي. پر ده تور دی چې په اشیانه اقبال هاوسینګ سکیم کې یې درغلۍ کړې وې.
یادې ادارې د ۲۰۱۷م کال په نومبر کې د یو شمېر داسې کمپنیو په اړه پلټنې پیل کړې وې چې شهباز شریف د پنجاب د وزیراعلی په توګه جوړې کړې وې.
شهباز شریف اوسمهال د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر هم دی.