ترکی ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په استنبول کې د سعودي عرب په قونسلګرۍ کې د یوه سعودي خبریال د مرموزې وژنې په اړه د څارنوالانو وروستي راپور ته په تمه دی.
پرون یکشنبه نیویارک ټایمز او روېټرز ته ترکي سرچینو راپور ورکړی چې جمال خاشُقجي د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې څېړنې روانې دي او جزیات به ټولې نړۍ ته واضح کړای شي.
"د ترکیې د ولسمشر په توګه په خپله په دغه پېښې پسې کېږم او پایلې به یې ټولې نړۍ ته وښیم. هر څه قونسلګرۍ ته د تګ راتګ په شمول څېړل کېږي. همداراز به له هوايي میدانونو ټول پروازونه او ناستې هم وڅېړل شي."
د ترکیې د ولسمشر یوه سلاکار ياسين اقتاى په یکشبنه ویلي دي، ښايي د سعودي عرب يوه ١٥ کسيزه ډله په دې پېښه کې لاس ولري.
یوه بل ترکي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستی ویلي چې جمال خاشقجي ښايي هغې ډلې چې سعودي ورته ګمارلې وه وژلی وي.
جمال خاشقجي چې پخوا په سعودي کې د یوې ورځپاڼې اېډېټر و پروسږ خپل هېواد پرېښود او و یې ویل له هغه غچه وېرېږي چې د ریاض پر تګلارو له نیوکو ورته پېښ دی.
خاشقجي د اکټوبر په دوهمه د خپل واده لپاره د یوه سند په خاطر په استنبول کې د سعودي عرب قونسلګرۍ ته ورغلی و.
کوژدنه یې چې ورسره د قونسلګرۍ تر دروازې ورغلې وه څو ساعته له ودانۍ دباندې ناسته وه او خبریالانو ته یې ویلي و چې کوژدن یې بیرته را نه غی.
په استنبول کې د سعودي عرب د قونسلګرۍ یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودلی د جمال خاشقجي د قضیې په تړاو تورونه بېځایه بللي او د شهزاده محمد بن سلمان له قولهیې ویلي:
"موږ هېڅ شی د پټولو لپاره نه لرو."
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یکشنبه ویلي ول چې په انقره کې یې د سعودي سفیر وربللی او د سعودي خبریال جمال خاشقجي د لادرکه کېدو په اړهیې سپیناوی ترې غوښتی.
په استانبول کې د سعودي د حکومت د منتقد خبریال د وژنې قضیه داسې وخت بحث پارونې شوې چې تر دې مخکې هم د ریاض او انقرې اړیکې چندانې ښې نهدي بلل شوي.