د 'پاک - زرغون پاکستان' کمپېن پرانستل شو

د پاکستان وزير اعظم عمران خان د (پاک زرغون پاکستان) په نامه د دغه هېواد پاکولو کمپېن پرانستلو او وينا يې وه چې د دې پروژې په مټ به د ولس ذهنونه بدلوي.

د اکتوبر پر اته په اسلام اباد کې د صفايۍ مهم پرانستې غونډې ته وزير اعظم عمران خان وويل ولس د مرستې نه په غېر حکومت ملک ته راپېښې مسلې نشي حل کولای نو ملک پاک او شين ساتلو لپاره د اکتوبر پر۱۳مه به په قامي کچه د دې مهم پرانسته کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ټوله خېبر پښتونخوا کې پر پلاسټیکي کڅوړو بندیز

د عمران خان وينا وه ماشومانو ته به ښايو چې ملک پاک ساتل څومره ضروري وي ځکه چې هر کال په ملک کې ۴۰ زره ماشومان صرف د ګندګۍ له وجې مري.

د نوموړي وينا وه د ګنده اوبو څکلو له وجې پیدا کېدونکو ناروغو په نړۍ کې تر ټولو زيات ماشومان په پاکستان کې مري او که مخنيوې يې ونکړې شو نو دا شمېره به وخت پر وخت زياتېږي د خپل ماشومانو ښه راتلونکي لپاره پکار دي چې د صفايۍ خيال وساتو.

د وزير اعظم عمران خان وينا وه د هر تحصيل او کلي په کچه به خزله راجمع کولو لپاره ځايونه جوړوي او د صفايۍ دې مهم څارنې لپاره ځوانانو ته به نوکریانې ورکوي له دې سره د ملک عالمانو ته به هم خواست کوي چې د جمعې په ورځ دې د جماعتونو نه دې خپل چاپيريال د پاک ساتلو لپاره اپيلونه کوي.

دا هم وګورئ: پکتیکا: د شرنې ښار د پاکولو پراخ حشر ترسره شو

په ملک کې د اوبو کموالي او د سېندونو اوبه ګنده کولو په اړه عمران خان وويل موږ خپل سېندونه ګنده کړل څومره چې ښکته سيمو ته اوبه روانې دي نو هغلته ناروغۍ زياتې دي او د سند صوبې په یوشمېر سيمو کې خو د زيړې یا هېپټايټس ناروغې ډېره زياته ده نو موږ له به خپل دریابونه پاکول وي او دې لپاره یوه تګلاره هم جوړو خو زه ټول قام ته ويل غواړم چې دې کار کې له موږ سره مرسته وکړي.

د ذکر ده چې په ۲۰۱۳م کې پاکستان تحريک انصاف په خېبر پښتونخوا کې په واک کې راتللو ورسته په صوبه کې د بلېن ټري سونامي په نوم سره یوه پروژه پيل کړه او د خپلې پینځه کلنې مودې په اخري کال کې يې دعوه وکړه چې په خپل دور حکومت کې يې یو ارب ونې بوټي نال کړي دي.