اسد عمر: د پورونو لپاره به د پیسو له نړیوال صندوق سره مذاکرات کوو

د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر.

د پاکستان د خزانې وزارت اعلان کړی چې د بېړنيو پورونو لپاره به د پیسو له نړیوال صندوق يا ای اېم اېف سره مذاکرات پېل کړي.

د پاکستان خزانې وزير اسد عمر د اکتوبر پر اتمه پر ټويټر په يوه خپره شوې ويډيو کې وويل چې د مالي بحران د مخنيوي لپاره يې دا ګام پورته کړی دی.

''موږ خپلمنځۍ پرېکړې هم وکړې او له ملګرو هېوادونو سره مو مشورې هم وکړې. او پر دې سربېره وزير اعظم عمران خان له اقتصادي پوهانو سره هم سلا وکړه. له دې هر څه وروسته پرېکړه وشوه چې د اقتصادي بحران د کنټرولولو لپاره بايد له ای اېم اېف سره خبرې وشي.''

د ای اېم اېف او نړيوال بېنک کلنۍ غونډه د اکتوبر پر نهمه د انډونېزیا په بالي ښار کې پېل شوه او ټاکل شوې چې اسد عمر ګډون پکې وکړي.

نوموړي مخکې ويلي و چې پاکستان د روان کال تر پايه د بهرنيو پورونو د ادا کولو لپاره اته اربه ډالرو ته اړتيا لري.