د ای اېم اېف استازي پاکستان ته درومي

په واشنګټن کې د ای اېم ايف مرکزي دفتر

په واشنګټن کې د ای اېم ايف مرکزي دفتر

د پیسو نړیوال صندوق مشره وايي، په راتلونکيو اونیو کې به پاکستان ته یوه ډله ولېږي چې حکومت یېورته له کنګالېدو د وتو لپاره د بېړني پور غوښتنه کړې وه.

د ای اېم اېف اداري مشره کرسټین لګاردې د چارشنبې په ورځ ناوخته په انډونیزیا کې د پاکستان خزانېوزیر اسد عمر سره تر لیدو وروسته کړې ده.

د پیسو نړیوال صندوق په ۲۰۱۳م کال کې هم پاکستان ته شپږ اعشاریه اووه اربه ډالر ورکړي وو.

که چېري د پاکستان دا خواست منظور شو نو دا له ۱۹۸۸م کاله راهیسې د پیسو د نړیوال صندوق له خوا پاکستان ته د پور ورکولو ۱۳ ځل وي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روانې اونۍ په پیل کې ویلي وو چې دوی به له آی ایم ایف او ملګرو هیوادونو لکه سعودي او چین څخه شاوخوا دولس اربه ډالر وغواړي چې د خپلو اخیستو پورونو مخ په زیاتېدو قسطونه پرې کړي.

په دې اړه نور رپورټونه لاندې لینک کې لوستلای شئ.

دا هم وګورئ: عمران خان: له پور اخیستو پرته بله لار نه شته

دا هم وګورئ: اسد عمر: د پورونو لپاره به د پیسو له نړیوال صندوق سره مذاکرات کوو

دا هم وګورئ: پاکستان له ای اېم اېفه د پور اخېستو اندازه لګوي

دا هم وګورئ: نوی پاکستانی حکومت به اربونه ډالره پور اخلي