په بګرام کې د امریکایي ځواکونو اډې ته څیرمه د سه دکان په سیمه کې په چارشنبه له یوې چاودنې دوه ولسي افغان وګړي وژل شوي. په پېښه کې درې بهرني سرتېرې او دوې افغان ښځې ټپي شوي دي.
د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ وليزاده رویټرز اژانس وویل چې یوه پلي ځانمرګي دا چاودنه وکړه.
طالبانو په یوه بیان کې د دې برید مسوولیت منلی دی.