"ولي داد استاد مړ شو خو تبله به يې ژوندۍ وي"

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ خپرونه مو د نوميالي تبله غږوونکي ولي داد استاد پر ژوند او هنر خبرو ته ځانګړې کړې وه.

نوموړی د اکتوبر پر ۱۶ مه د ۷۲ کلونو په عمر په پېښور کې ومړ.

استاد شاوخوا ۶۰ کاله تبله وغږوله او يو شمېر شاګردان يې وروزل.

د پښتو موسيقۍ د دنيا خلک د ولي داد استاد په مړينه خواشيني دي او لوی تاوان يې بولي.

په خپرونه کې د استاد د يوه زوی او د پېښور د هنرمندانو او شنونکو خبرې اورئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ