دا خبره د خیبر پښتونخوا سینیر وزیر محمد عاطف خان د سه شنبې په ماښام له مشال راډیو سره پر یاده موضوع د خبرو پر وخت وکړه.
محمد عاطف خان وویل ، د ماینونو پاکول ځانګړي وسایل او پوهه غواړي د کوم لپاره چې به دوي له پوځ سره خبرې کوي.
ده وویل، “ دا خبره پر ځای ده چې په دې کې ولسي وګړو ته تاوان رسېږي او هېڅوک هم نه غواړي چې عام خلک دې وځپل شي. نو موږ به په دې اړه له پوځ سره ځکه خبرې کوو چې صوبايي حکومت د ماینونو پاکولو لپاره ځانګړي وسایل او پوهه نه لري.”
دا د پښتون ژغورنې غورځنګ په لومړیو لویو غوښتنو کې ده چې له قبایلي سیمو او په ځانګړې توګه وزیرستانه دې پوځ خپل ښخ کړي ماینونه ټول کړي.
د یاد غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د پاکستان قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر د سېشنبې په شپه مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه پر عامو خلکو د ماینونو نېږدې ۱۳۰ چاودنې شوې دي.
ده وویل، “ دا یې د جنوبي وزیرستان د مسیدو په سیمه کې ډېر ښخ کړي دي او هم داسې په برمل او انګور اډه کې ښخ کړي دي. په شمالي وزیرستان کې هم یو شمېر د ماین چاودنې شوې دي.”
دا هم وګورئ: 'جنوبي وزیرستان له بمونو پاک کړئ' دا هم وګورئ: جنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې بیا یو ځوان سخت ټپي کړید پاکستان پوځ د روان کال په فروري کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اسلام اباد تر پرلت وروسته د دې ماینونو د پاکولو کار پیل کړی وو.
خو علي وزیر وايي ، پوځ یوازې څو ورځې پر دې کار تېرې کړې وې او ولس ته د ښودلو لپاره یې تصویرونه او ویډیوګانې جوړې کړې وې او بیا یې د ماینونو پاکول بیرته پرېښي دي.
د پوځ له خوا تر اوسه په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی چې دوی اوس هم د ماینونو په پاکولو بوخت دي او که نه او که بوخت دي نو څومره مځکه یې پاکه کړې ده.