مومند احتجاج: فاټا کې به پولیس تاڼې د ولس په خوښه جوړېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پنجشنبه په مومندو کې ملکانو او مشرانو هلته د سرکار لخوا د تاڼو جوړولو او سیمې ته د مردان پولیسو مشر محمد علي ګنډه پور د ورتلو پرضد احتجاج کړی او تر مازیګره یې پېښور او کراچۍ ته تلونکې لویه لار تړلې وه. د اکتوبر ۲۶مې نېټې په ورځ د میاغونډۍ بازار په جوماتونو کې اعلانونه وشول چې ټول وګړي دې د چاندې بازار ته راشي او د ټاڼو پرضد د ملکانو رابلل شوې احتجاجي جرګه کې دې ګډون وکړي.