ایاز وزیر: پخوانیو قبایلي سیمو کې عملي اصلاحات نه دي راغلي

کارپوه ایاز وزیر

اسلام اباد ـ د قبایلي چارو پوه او پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي، قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې خو عملي اصلاحات پکې نه دي راغلي.

د ده په خبره، د پخواني نظام تر ختمېدو وروسته، قبایل اوسمهال په یوه قانوني خلا کې اوسي. وزیر یو له هغو کسانو څخه دی چې په خیبر پښتونخوا یې د قبایلو د ورګډولو ضد کیمپېن کاوه او اوس یې هم دریځ دا دی چې تر هر بدلون مخکې دې له ولسه پوښتنه وشي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت وايي، په قبایلو کې ټولو اصلاحاتو ته ژمن دی او د دې موخې لپاره یې یوه کاري ډله هم جوړه کړې. د مشال مرکه خپرونه احمد الله وړاندې کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له ایاز وزیر سره د مشال مرکه