د پاکستان سپريم کورټ د مذهب سپکاوي په کېس کې د اسيه بي بي د مرګ سزا کالعدم ګرځولې او د هغې د خوشې کولو حکم يې کړی دی.
د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزه جرګګۍ (بېنچ) د اسيه بي بي په کېس کې خپله فیصله په اتم (۸) اکتوبر خوندي کړې وه چې نن په چارشنبه یې واوروله او د لاهور های کورټ او د ټرايل کورټ فیصله يې کالعدم په ګرځولو سره ويلي دي که پر هغې بل تور یا کېس نه وي نو زغرده دې يې خوشې کړي.
یوه امریکايي سېنېټر ډيک ډربین د اسیه بي بي په باب عدالتي پرېکړه ستایلې. نوموړي پر خپل ټویټر کښلي چې په پاکستان کې د اسیې بي بي په خوشې کېدو او د مذهبي سپکاوي په دروغجنه مقدمه کې د هغې په بري کېدو هوسا شوی دی. هغه دا د عدالت یوه کره او پر انسانيت ولاړه پرېکړه بللې ده. دی وايي چې اوس دا، د دې کورنۍ او د دې د وکیل خوندیتوب تر ټولو زیات ارزښت لري.
I’m relieved Asia Bibi has been freed and acquitted of a bogus blasphemy charge in Pakistan. This was the correct, humane, and only decision for the Court to make. Her and her family%27s safety - and her lawyer%27s - should be of the utmost importance now. https://t.co/renNtTjcuw
— Senator Dick Durbin (@SenatorDurbin) October 31, 2018
پر اسيه بي بي په ۲۰۰۹ کال له خپل کور سره نزدې په پټو کې کارکونکیو ځینو ښځو تور پورې کړی وو چې د اسلام پيغمبر حضرت محمد (ص) په شان کې یې ګستاخي کړې خو اسېه بي بي له لومړۍ ورځې تورونه ردوي او وينا يې وه چې له ښځو سره تر غالمغال ورسته پرې هغوی دا تور ولګاوه.
دا هم وګورئ: په پاکستان کې د مذهبي مقدساتو سپکاوي ضد قانون دا هم وګورئ: د بشري حقونو ادارې د عیسوۍ ښځې د مرګ سزا پر برقراره ساتلو اندېښمن دي دا هم وګورئ: پر پاکیستاني ټولنه د سلمان تاثیر د وژنې اغیزپه ۲۰۱۰ کال کې اسيه بي بي ته د مذهب د سپکاوي په تور کې ټرايل کورټ د مرګ سزا واوروله کومه چې نوموړې په ۲۰۱۴ کال کې په لاهور های کورټ چېلنج کړه خو یاد عدالت د ټرايل کورټ فیصله پرځای وساتله او تر هغه ورسته اسیه بي بي په سپريم کورټ کې دغه فیصله چېلنج کړه او نن یاد عدالت د هغې د خوشې کولو حکم ورکړو.
د سپريم کورټ فېصلې پرضد د اسلام اباد، لاهور او کراچۍ پشمول د ملک په مختلفو برخو کې مذهبي ګوندونو خپل احتجاج شورو کړی او تحريک لبېک پاکستان د وړاندې څخه خپلو کارکنانو ته پېغام ورکړې وو که اسېه بي بي خوشې کړې شوه نو د احتجاج لپاره دې تیار اوسي.
په ۲۰۱۱ کال کې د پنجاب ګورنر سلمان تاثير د اسيه بي بي حمایت په کولو د خپل محافظ ممتاز قادري لخوا ووژل شو.
سلمان تاثير له اسېه بي بي سره په زندان کې تر لیدو پس په یوه خبري غونډه کې د مذهب سپکاوي په قانون کې د بدلون غوښتنه کړې وه او له دې پس نوموړې په اسلام اباد کې هغه وخت په ډزو ووژل شو کله چې په یو رېسټورانټ کې د ډوډۍ خوړولو وروستو په خپل موټر کې کښېنستلو.
د یادونې ده چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي جرم سزا مرګ ده خو د بشري حقونو لپاره کارکونکي وايي دا قانون اکثره خلک د ذاتي انتقام اخیستو لپاره هم کاروي.