پروفيسر ای ار انور په موسيقۍ کتاب ليکي

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو له پېښوره د موسيقۍ استاد ای ار انور وو.

نوموړی په کراچۍ کې زېږېدلی او د ژوند يوه زياته برخه يې په هم ياد ښار کې تېره کړې.

استاد يو شمېر شاګردان روزلي او د هغوی د سندرو لپاره يې کمپوزونه ورته جوړ کړي دي.

د ده په خبره، له ۲۰۱۱ز کال راهيسې يې پر موسيقۍ څېړنې پيل کړي او غواړي ژر يې بشپړې او چاپ کړي.

د پروفيسر ای ار انور خبرې او ځينې غزلونه په خپرونه کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ