روحاني: د امریکا نوي بندیزونه به نورې ستونزې راوړي

د ایران ولسشمر حسن روحاني ایرانیانو ته خبرداری ورکړ چې د امریکا له نویو بندیزونو سره به یې هېوادوال نورې ستونزې وویني.

د ایران سرکاري ټېلیویژن د ولسمشر حسن روحاني له خولې ویلي چې د تېرو څو میاشتو په څېر ښايي راتلونکې ډېرې میاشتې هم ستونزمنې وي.

د ای ار ای بيرسنۍ ویلي چې ولسمشر حسن روحاني دا څرګندونې د اکتوبر پر ۳۱مه د کابینې په غونډه کې کړې دي.

امریکا د مې په میاشت کې د ایران او د نړۍ د پیاوړیو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړونه ووته او د اګست په میاشت کې یې پر ایران هغه بندیزه بیرته ولګول چې د دغه تړون په بدل کې لیرې کړل شوي ول.

د دې بندیزونو دوهم دور د روانې میاشتې په لومړیو کې عملي کېږي چې نښه به یې د ایران د تېلو څانګه وي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه