مولانا سمیع الحق ووژل شو

د جمعیت علمای اسلام س مشر مولانا سمیع الحق د پنجاب صوبې په راولپنډۍ ښار کې په یوه برید کې ووژل شو.

د هغه زوی مولانا حامد الحق حقاني یوه پاکستاني شخصي ټي وي چېنل جیو ته وویل چې په راولپنډۍ کې د هغه د پلار ساتونکي د ۱۵ منټو لپاره له کوره وتلي ول چې وروګرځېدل نو مولانا سمیع الحق په خپله بستره کې په چړو وژل شوی وو.

مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د طالبانو ډېر سخت ملاتړی وو او په افغانستان کې په جګړه کې بوخت د طالبانو ډېری مشران په اکوړه کې د هغه له حقانیه مدرسې فارغه شوي دي. نوموړی ۸۳ کلن وو او په دا وروستیو کې په روغتون کې د درملنې لپاره هم بستر شوی وو.

مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په ملاتړ او په پاکستان کې مذهبي ګوندونو پر یوه فلېټ فارم راټولولو کې یو ډېر فعال رول لرلی دی.

دا هم وګورئ: “طالبان ما خپل پلار ګني”

د مولانا سميع الحق لنډه پېژندګلو

نوموړی په ۱۹۳۷ز کال د دسمبر مياشتې په ۱۸مه نېټه د خيبر پښتونخوا په اکوړه خټک سيمه کې د مولانا عبدالحق په کور کې زو کړی وو.

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل پلار مولانا عبدالحق په ديني مدرسه دار لعلوم حقانيه کې کړې وې.

په حقانيه مدرسه کې له زده کړو پس يې د دوره تفسير لوړې دينې زده کړې له مولانا احمد علي لاهوري نه ترلاسه کړې وې.

هغه څه موده ديني زده کړې د سعودي عرب په مکه ښار کې د شيخ علوي مالکي او محدث کامل نه هم تر لاسه کړې وې.

سميع الحق په ۱۹۶۵ز کال کې د الحق په نامه د يوې دينې مجلې پيل هم کړې وې. دغه مجله اوس هم چاپېږي. د دې ترڅنګ هغه يوشمېر کتابونه هم ليکلي ول چې يو په پاکستان کې د شریعت نافذولو په اړه ؛شریعت بل کا معرکه؛ هم وو.

د راپورونو له مخې د افغان طالبانو وژل شوي لومړي مشر ملا عمر هم د مولانا سمیع الحق له دينې مدرسې دارلعلوم حقانيه څخه زده کړې کړې وې.

هغه د ۱۹۵۸ز کاله تر ۱۹۹۱ کاله او له ۱۹۹۱ ز کاله تر ۱۹۹۷ز کاله پورې د پاکستان د سېنېټ غړی هم پاته شوی وو.

مولانا سميع الحق د جمعيت العلمای اسلام س ډلې مشر وو او د يو شمير د ديني جماعتونو اتحادونه يې هم جوړ کړی وو چې پکې متحده ديني محاذ، متحده مجلس عمل او دفاع پاکستان کونسل شامل دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

'د فاټا ولس ته دې د اېف سي ار له تور قانونه خلاص کړل شي'