چین او پاکستان ستراتیژیکې همکارۍ پراخوي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د چین په پینځه ورځني سفر بیجنګ ته تللی

پراګ - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد او بیجنګ د ستراتیژیکو او امنیتي همکاریو پر پراخولو سلا شوي دي.

وزارت د نومبر پر څلورمه، د دواړو هېوادونو د مشرانو او چارواکو تر ملاقاتونو وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي د دواړو هېوادونو مشران به د ستراتیژیکو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کولو لپاره ملاقاتونو ته دوام ورکوي.

دا اعلامیه ۱۱ پاڼې لري چې د وزیراعظم عمران خان چین ته د پینځه ورځني سفر پر مهال خپره شوې او پکې راغلي چې دواړه هېوادونه به د چین – پاکستان اقتصادي لار پروژو ته د هر ډول ګواښ مخه نیسي او د امنیت اقدامات به یې کوي.

په دې کې راغلي چې پاکستان د دې لار د پروژو په چارو کې د کارکوونکو چینايي وګړو امنیت ته ژمن دی.

دا هم وګورئ: پاکستانی وزیر اعظم د چین په دوره دی

اعلامیه وايي، بیجنګ او اسلام اباد به د سختدریځۍ، ترهګرۍ او بېلتونپالۍ پر ضد په مبارزه کې همکاري لا پراخوي. په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان یو ځل بیا هوډ وښود چې د چین د خپلواکۍ ساتنې او د هغه هېواد د امنیت لپاره به د ترهګرۍ او بېلتونپالۍ پر وړاندې په مبارزه کې ورسره مرسته کوي.

اعلامیه په دې لړ کې د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ نوم یاد کړی چې د یوغور وسله والو په نوم هم پېژندل کېږي. دا غورځنګ په غربي چین کې د سینکیانګ په ولایت کې فعال دی او هلته یې بریدونه هم کړي دي.

چین دا ډله ترهګره بولي او په تېرو وختونو کې یې پر پاکستان غږ کړی چې د دې ډلې د وسله والو پټنځایونو پر وړاندې دې اقدامات وکړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

چين به له پاکستان سره نورې مرستې وکړي

په اعلامیه کې د دواړو هېوادونو له لوري د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې او ثبات د هڅو ملاتړ خبره شوې.

اعلامیه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د تعلیم، روغتیا او ټېکنالوژۍ په ګډون په بېلا بېلو برخو کې ۱۵ موافقې او د مفاهمت یاداښتونه لاسلیک کړل.

ګډه اعلامیه او د پاکستان اقتصادي بحران

په دې ګډه اعلامیه کې ډېر څه شامل دي، خو پکې د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو د هواري په لړ کې د بیجنګ د مرستو یا پور ذکر نه دی شوی.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي مشال راډیو ته وویل، چین او سعودي عرب چې هر وخت د پاکستان د اقتصادي ستونزو د هواري اقدامات کوي، نو د هغې طریقه جلا وي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه

دی وايي، دا ځکه چې چین او سعودي عرب یوازې د پاکستان په بانک کې په خپلو اکاونټونو کې پیسې ږدي.

د هوتي په خبره، دا اقتصادي مرسته نه ده بلکې یو ډول پور دی چې هغه هم د دواړو هېوادونو د لیکلې موافقې له لارې نه ورکول کېږي نو ځکه یې په اعلامیه کې ذکر نشته.

هوتي وايي، اصلاً چین، وخت په وخت د پاکستان په بینکونو کې پیسې ږدي چې هغه پاکستان استعمالوي او بیا یې څه موده وروسته، سره د سود بېرته د چین په حساب کې وراچوي. نو دا یو ډول انتظام دی، نړیواله موافقه نه ده.

د پاکستان حکومت وايي، د سعودي عرب په ګډون له یو شمېر هېوادونو او د پیسو له نړیوال صندوقه مرسته او پور ترلاسه کوي.

وزیراعظم عمران خان ژمنه کړې چې هېواد به له اقتصادي مشکلاتو باسي.

د مالي چارو وزیر اسد عمر وايي، اسلام اباد په سمدستي توګه شاوخوا ۱۲ اربه (میلیارده) ډالرو ته اړتیا لري.