اې اېف پي خبري اژانس د هغې عيسوۍ ښځې اسیې بي بي له وکيل سیف الملوک سره خبرې کړي دي چې د اکتوبر پر ۳۱مه د پاکستان ستر عدالت د مذهبي سپکاوي له جرمه سپینه کړې وه.
د هالېنډ په هېګ ښار کې سیف الملوک له یاد اژانس سره په خبرو کې ويلي چې ژوند ته د خطر له وجې یې د ملګرو ملتونو او يورويي يونين په وينا د خپلې خوښې برخلاف پاکستان پرېښود.
سیف الملوک چې دا مهال په هالېنډ کې دی، په دوشنبه په هېګ کې يوې خبرې غونډې ته ویلي چې کله د اسیې بي بي د خوشېکېدو تر پرېکړې پس په پاکستان کې له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې پیل شوې نو هغه په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو له يوه چارواکي سره رابطه وکړه، بیا د ملګرو ملتونو او يورويي يونين سفيرانو دی له ځان سره درې ورځې وساتلو او بیا یې د خپلې خوښې خلاف په الوتکه کې کښېنولو او له هېواده يې واېستلو.
دا هم وګورئ: ''له تحریک لبیک سره حکومتي تړون غندو'' دا هم وګورئ: سزا به څوک ټاکي؟ عدالت که مظاهره کوونکي؟د يوې پوښتنې په ځواب کې سیف الملوک ويلي چې هغه د ملګرو ملتونو او يورويي يونين چارواکیو ته په کلکه وويل چې پاکستانتر هغو نه پريږدم چې اسیه بي بي مې هم له ځانه سره نه وي بيولې، خو د ده په خبره هغوی وويل چې دا مهال تر ټولو مهم هدف ته يې نو ځکه له هېواده بهر ولاړ شه اوویل یې چې ټوله نړۍ د اسیه بې بې په پلو ده او د هغې خيال ساتي.
داژانس په خبره سیف االملوک وويل چې دغه چارواکی په دې اند وو چې زما ژوند ته څرګنده خطره ده او که احتیاط و نه کړل شي نو څو ک به یې ووژني. د ده په خبره تر درېو ورځو پورې زه په يوه ودانۍ کې بند ووم او د دروازې پرانیستو اجازت هم نه وو. سیف الملوک زیاته کړه چې بیا یې په پاکستان کې د فرانس له سفير سره ټليفوني رابطه وکړه او ورته مې وويل چې زه دلته پاته کېدل نه غواړم.
د تېر خالي په ورځ د پاکستان تر پرېښودو نه مخکې سیف الملوک رسنيو ته ويلي ول چې په موجوده حالاتو کې په پاکستان کې يې ژوند کول ګران شوي دي. هغه د اتوار په ورځ د اټلي په روم ښار کې تر يوې وړې دمې پس د هالينډ هيګ ښار ته ورسېدلو. له هغه سره دا مرسته يوې هالېنډۍ غير-ولتي ادارې کړې ده چې په نړۍ کې د عيسوي اقليتونو د حقونو لپاره کار کوي.
که څه هم د پاکستان حکومت د مظاهرو تر شا مذهبي ګوند تحریک لبيک سره يوه لوظنامه کړې خو د اژانس په خبره سیف الملوک په دې کانې دی چې دا لوظنامه يوه پلمه ده او هغه ۱۰۰ فيصده مطمین دی چې اسیه بي بي به ډېره زر خوشې شي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.