پېښور - د وزیرستان قومي مشرانو او سرکاري ملازمینو جرګې له حکومته غوښتي چې له اسلام اباده د لادرکه شوی پولیس چارواکی طاهر داوړ پیدا کړي.
په سېشنبې د پېښور په پرېس کلب کې خبري غونډې ته وینا کې قبایلي مشرانو وویل که حکومت د دوی غوښتنه و نه مني نو اسلام اباد ته به لاریون وکړي. په غونډه کې د طاهر داوړ وړو لوڼو او ورور احمدالدین داوړ هم ګډون وکړ.
د غونډې په مهال د طاهر داوړ وړو لوڼو د خپل ورک پلار تصویرونه په لاسونو کې نیولي ول. له مشال ریډیو سره په خبرو کې د طاهر داوړ ورور احمدالدین داوړ وویل له ورکېدنې یوه ورځ وروسته ورته د ورور له موبایله یو پېغام لېږل شوی وو، چې پکې لیک وو، روغ رمټ دی او د جهلم سره نزدې په سرای عالمګیر کې دی. داوړ زیاته کړه فکر نه کوي چې دا پېغام به یې ورور پخپله لیکلی وي.
''زه پخپله د تعلیم په محکمه کې مرستیال ډايریکټر یم، زما به له طاهر سره د موبایل له لارې زیاته اړیکه وه، موږ د طاهر د راخوشې کولو لپاره د خېبر پښتونخوا د پولیسو له مشر صلاح الدین مسود سره هم ملاقات کړی، هغه راته ویل چې په دې اړه یې د پلټنو لپاره اسلام اباد ته د پولیسو ډله لېږلې ده، خو که زما رور په یو څو ورځو کې راخوشې نه شو نو بیا مشرانو فېصله کړې ده او موږ به اسلام اباد ته په احتجاج ځو''
دا هم وګورئ: 'پلار به مې کله راځي'د وزیرستان د مشرانو د جرګې یو بل مشر ګل یوسف مشال راډیو ته وویل، د پاکستان له وزیر اعظم عمران خان او د پوځ د مشر قمر جاوید باجوه نه غوښتنه کوي چې د طاهر داوړ د راخوشې کولو لپاره ګامونه پورته کړي
''د طاهر داوړ ماشومان پریشانه دي او ټول وزیرستان په هغه اندېښمن دی،موږ د وزیر اعظم عمران خان، د پوځ د مشر، د آيي اېس آيي د مشر او اېم آيي د مشر نه غوښتنه کوو چې طاهر داوړ زر ترزره راخوشې کړي''
د وزیرستان د جرګې یو بل غړی سمیع الله داوړ وايي په ټولنیزو رسنیو دا خبره هم کیږي چې طاهر داوړ د پښتون تحفظ موومنټ سره د تړاو په وجه لادرکه کړل شوی دی خو دا خبره سمه نه ده.
''طاهر داوړ هېڅکله د پښتون تحفظ موومنټ په غونډو کې ګډون نه و کړی، په پختون تحفظ موومنټ کې زیات خلک دجنوبي وزیرستان او د شمالي وزیرستان دي، د سیمې د خلکو له یو بل سره لیده کاته خامخا کیږي، بل پي ټي ایم هم کوم ناقانونه ګرځول شوی تنظیم نه دی او دا مهال په پارلیمان کې هم د پي ټي ایم دوه غړي موجود دي''
طاهر دواړو د پولیسو په محکمه کې ایس پي و. نوموړی د اکتوبر له ۲۶ راهسې له اسلام اباده ورک شوی دی