د پاکستان او غربي هېوادونو په احتجاجونو کې څه توپير دی؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پوښتنه دا ده چې اخر خلک ولې خپل احتجاج په سوليزه توګه نه کوي او ايا په غربي هېوادونو کې هم خلک دغسې برخورد کوي؟ دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې مېشت ليکوال ظفرالله خان او په لندن کې مېشت فایق خان يوسفزي سره څېړل شوې دي.
په پاکستان کې د مذهبي ډلې پلويانو د مذهب سپکاوي په تور کې د نيول شوې اسيه بي بي د بېګناه ګرځولو په اړه د سپريم کورټ د فيصلې پرضد پرتشدد مظاهرې وکړې.
پارېدلو کسانو د اکتوبر له ۳۱ مې نېټې بيا د نومبر تر دومې نېټې پورې د پاکستان په مهمو ښارونو کې سړکونه و تړل او د خلکو شتمنيو ته يې اورونه واچول.
خو دا لوموړۍ ځل نه دی چې پارېدلې کسان د احتجاج پر مهال د ولس شتمنيو ته تاوان رسوي بلکې داسې پېښې په وار وار شوې دي.