پراګ - د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګرېس د دوو خونو [استازو جرګې او سېنېټ] لپاره د دې هېواد په منځمهاله ټاکنو کې بريا اعلان کړې ده. نوموړي دا اعلان نن [نومبر اوومه] په داسې حال کې وکړ چې د هغه حريف ډيموکراټ ګوند د ريپليکن ګوند په پرتله په استازو جرګه کې زياتې چوکۍ تر لاسه کړي او په لومړي ځل يې د ده په اداره کې يو وېشلی کانګرېس رامنځ ته کړ.
ټرمپ نن وويل چې تاريخ ته په پام نه کولو سره نن په ټاکنو کې د ريپبليکنانو لويه ورځ وه. نوموړي دا خبره د کانګرېس په سېنېټ کې د لږ اکثريت ګټلو په حواله وکړه.
د امریکا د منځمهاله ټاکنو پایلې ښيي چې ډېموکراټانو د استازو په جرګه کې اکثریت تر لاسه کړی او رېپبلېکنانو پر سېنېټ خپل کنټرول پر ځای ساتلی.
دا هم وګورئ: ډېموکراټانو د استازو جرګې او رېپبلېکنانو د سېنېټ اکثریت تر لاسه کړیډېموکراټانو ژمنه کړې چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ محاسبه به کوي.
د امریکا د کانګرس د استازو جرګه ۴۳۵ څوکۍ لري او ښکاري چې ډېموکراټانو د تېر پرتله پکې له ۲۵ زیاتې څوکۍ ګټلې دي او په دې توګه یې اکثریت ترلاسه کړی. د ډېموکراټانو بریا ښيي چې ولسمشر ټرمپ به ښايي له د خپلې واکمنۍ په پاتې دوو کلونو کې له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ وي.
د نومبر پر شپږمه امریکايي ولس د استازو جرګې ټولو، د سېنېټ له ۱۰۰ څخه پر ۳۵ او له ۵۰ ایالتونو څخه د ۳۶ د والیانو ټاکلو لپاره رایې واچولې.