پاکستان او افغانستان د کډوالو پر برخلیک غږېدلي

په پاکستان کې له ۲۵ لاکونو زیات افغانان اوسي

په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کډوالو په اړه د کاري ډلې دویمه غونډه شوې ده.

د نومبر پر اوومه د پاکستان د ریاستونو او سرحداتو د وزارت (سیفران) په ودانۍ کې په دې غونډه کې د افغانستان د کډوالو د وزارت مرستیالې ډاکترې علیمې په مشرۍ پلاوي په دې غونډه کې برخه واخیسته.

د پاکستان د پلاوي مشري د سیفران وزارت سېکرټر محمد اسلم وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر اوومه، په یو بیان کې ویلي چې په غونډه کې په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره پر تړلو چارو او هېواد ته د هغوی د ستنېدو پر لارو بحثونه وشول.

دا مهال په پاکستان کې تر دوه نیمو میلیونو زیات افغان کډوال اوسي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه