د لومړۍ نړېوالې جګړې د پای ته رسېدو سلمه کلیزه لمانځل کېږي

د فرانسې او برتانیا ځواکونه د دغو تقریباتو پر مهال نمایش وړاندې کوي.

د فرانسې ولسمشر اېمانول مېکرون د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو د سلمې کلیزې د لمانځلو په مناسبت په پاریس کې د نړۍ د شاوخوا۷۰ مشرانو کوربه دی.

په دغو مشرانو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین، د جرمني وزيراعظمه انګېلامېرکل او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم شامل دي.

دوی به د نومبر پر ۱۱مه د فرانسې له ولسمشر سره په الیزې ماڼۍ کې مېلمستیا او نورو تقریباتو کې ګډون کوي.

د ۱۹۱۸م کال د نومبر په ۱۱لسمه نېټه لومړۍ نړیواله جګړه پای ته رسېدلې وه. په دې څلور کلنه جګړه کې لږ تر لږه ۱۰ ملیونه پوځيان او ملیونونه ولسي وګړي وژل شوي ول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه