ترکي د جمال خاشقجي د وژنې په اړه اسناد امریکا ته وسپارل

جمال خاشقجي

د ترکيي ولسمشر رجب طيب اردغان د نومبر په ۱۰مه وویل چې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د قتل په اړه ثبت شوي ټيپونه يې امریکا او نورو غربي هېوادونو ته ورکړي دي.

د ترکیې ولسمشر پرون په انقره کې خبریالانو ته وویل

((موږ هغه ټيپونه امریکا، سعودي عرب، بریتانيا ، فرانسې، جرمني، ټولو ته ورکړي. هغوی په دې کې ټولې خبرې اورېدلی شي. هغوی پوهېږي، چې قاتل یا قاتلان په دې ۱۵کسانو کې يو دي.))

سعوي خبريال جمال خاشقجي امريکايۍ ورځپانې واشنګټن پوسټ سره کار کولو. هغه د اکتوبر په ۲مه په استنبول کې د سعودي عرب په قونسلګرۍ کې وژل شوی وو.

په لومړي سر کې سعودي عرب د خاشقجې د وژني ترديد کړی وو خو وروسته يې ومنله چې خاشجقي په قونسلګرۍ کې دننه د تحقيق کوونکو سره د وهلو ټکلو په وخت وژل شوی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه