امریکا پر ۱۷ سعودي وګړو اقتصادي بندیزونه ولګول

سعودي خبریال جمال خاشوقجي

امریکا پر هغو ۱۷ سعودي وګړیو بندیزونه لګولي دي چې په مبینه ډول د سعودي خبریال جمال خاشوقجي له وژنې سره تړاو لري.

په دغو کسانو کې د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان ته نېږدې لوړ پوړي همکاران هم شامل دي.

دغه بندیزونه تر هغه وروسته اعلان شول چې د سعودي سرکاري څارنوال اعلان وکړ چې د وژنې پر سر پنځه چارواکي د مرګ له ممکنه سزا سره مخامخېدلی شي.

دا هم وګورئ: اردوغان: د خاشوقجي د وژنې په معامله کې باچا سلمان شامل نه و

۵۹ کلن خبریال خاشوقجي په امریکا کې اوسېدو چې په خپله خوښه جلا وطن و.

هغه د ولي عهد له لویو ناقدینو څخه یو وو.

خاشوقجي د اکتوبر پر دوهمه په استنبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې د تلو وروسته لادرکه شوی وو.

د ترکي انتظامیه تور لګوي چې پر خاشوقجي تشدد شوی و او د هغه وژنه له مخکې نه پلان شوی وه. خو سعودي عرب له دغو تورونو نه انکار کوي.

دا هم وګورئ: ټرمپ: د سعودي ورک خبریال په پلټنو کې مرسته کوو

د امریکا د خزانې وزیر سټیون مینوچین د نومبر پر ۱۵مه ویلي هغه سعودي چارواکي چې بندېزونه پرې لګول شوي، د جمال خاشوقجي په وژنه کې ککړ دي.

نوموړي وویل، هغوی ډېر په بې رحمانه ډول دغه خبریال ووژلو نو ځکه باید د خپلې کړنې سزا ورته ورکړل شي.

په دې کسانو کې د سعودي د ولي عهد دوه نېږدې همکاران سعود القحطاني او ماهر مطرب او د خشوقجي د وژل کېدو په وخت په استنبول کې د سعودي قونسل جنرل محمد العطیبي شامل دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه