اپوزیشن له حکومته د شهباز شریف د نیولو ځواب غواړي: احسن اقبال

فایل فوټو

پراګ - د پاکستان مسلم لیګ نون یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړی احسن اقبال وايي، د نومبر پر ۲۳مه د اپوزیشن لخوا غوښتل شوی پارلیماني اجلاس کې به دوی د خپل ګوند د مشر شهباز شریف ګرفتارۍ خلاف خپل موقف بیانوي او له حکومته به ځواب غواړي.

نوموړي د نومبر په ۲۲ مه مشال رېډیو ته وویل د پاکستان په تاریخ کې په اول ځل داسې کار شوی چې په یو حکومت کې د اپوزیشن مشر په دروغو کېسونو کې د دې لپاره ګرفتار شو چې د مخالفو ګوندونو اواز غلی کړل شي. نوموړي وویل د شهباز شریف خلاف جوړې مقدمې انتقامي دي.

"د دې کېس او نیونې تر شا سیاسي مقصدونه دي. د هغه په ریمانډ کې تسلسل د حکومت ایجنډا ښکاره کوي چې حکومت د هغه له سیاسي سرګرمیانو ویریږي. د دې لپاره به په اسمبلي کې اپوزیشن ګوندونه سخت احتجاج کوي، او له حکومته به ځواب هم غواړي."

احسن اقبال وویل شهباز شریف تل پلټنو ته ځان خاضر کړې نو ځکه یې د ګرفتارۍ جواز نه جوړیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د لاهور احتساب عدالت د نیب په خواست د شهبار شریف لپاره د اووه ورځو ریمانډ منظور کړ.

شهبازشریف په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر دی. هغه به د جمعې پر ورځ د اسمبلۍ په غونډه کې ګډون کوي. غونډه د شهباز شریف د نیولو په ضد اپوزیشن ګوندونو په غوښتنه بلل شوې ده.

د پنجاب پخوانی اعلا وزیر او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو مشر شهباز شریف د اکتوبر پر ۵ مه نیب د کورنو جوړولو په یو سکیم (اشیانه هاوسنګ سکیم) کې د درغلۍ په تور نیولی دی.