ایا بلوڅ بېلتونپالي وسله وال سيپېک ته ګواښ دي؟

د چین بهرنیو چارو وزارت په کراچۍ کې پر خپله کونسلګرۍ تر برید وروسته وویل، پاکستان ته خواست کوي چې هلته د کارکونکو چیني وګړیو او ادارو د خوندیتوب لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

د یاد وزارت ویاند په بيجینګ کې یوې خبري غونډې ته وویل، د کونسلګرۍ ټول کارکونکي خوندي دي او دوی د داسې تشدد په کلکه غندنه کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قرېشي هم نه یوازې برید وغندلو بلکې دا یې هم وویل چې په بریدکوونکیو کې یوه یې ځانمرګی برید کړی دی.

دا د بلوڅ وسله والو له خوا د چین پر کونسلګرۍ لومړی برید دی خو تر دې وړاندې یې پر چیني وګړیو او له اقتصادي راهدارۍ سره پر تړلو هدفونو بریدونه کړي دي.

د بلوڅو پر وسله وال جنګ او تاریخ نظر لرونکي محمد علي تالپور څخه مې وپوښتل چې تر دې برید وروسته د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ امنیت ته څنګه ګوري؟

دا هم وګورئ: پاکستان دې د چینايي وګړیو امنیت ډاډمن کړي: چین

محمد علي تالپور وویل ، لکه څنګه چې پاکستانیو چارواکو په بلوچستان کې د یادې پروژې امنیت ټینګ کړی دی هم داسې بلوڅ وسله والو په دا وروستیو کې خپله تګلاره بدله کړې ده.

ده وویل، “دا ځل دا یوه نوې خبره ده چې هغوي راغلي هم له دې ارادې سره وو چې بیرته به نه ځي. په بلوڅو کې داسې روایت پخوا نه وو چې ځانمرګي بریدونه دې وشي. دا برید خو ښکاره ځانمرګی وو. خو یوه خبره دا ده چې د ریاست له خوا د تشدد کچه زیاته شي نو بیا به خلک څه کوي.”

د پاکستان حکومت بلوڅ بېلتونپالي د بلوڅ قام استازي نه بلکې ترهګرې ډلې بولي او له نورو هیوادونو په مرسته ترلاسه کولو یې تورنوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کراچۍ کې پر چينايي کونسلګرۍ بريد

د واکمن تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی سلیم الرحمان وايي، داسې عناصر د پاکستان د پرمختګ مخه نه شي نیولی.

ده وویل، د پاکستان پوځ د دې صلاحیت لري او په هر صورت به د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ امنیت باوري کوي.

سلیم الرحمان وویل،”په دې کې ډېر ملکونه او ډېر قوتونه شامل دي. زه پکې د یوه هیواد نوم نه شم اخیستلای خو موږ حفاظت لرو. د پاکستان پوځ د دې پروژې او چیني وګړو د امنیت زمه واري په خپله پر غاړه اخیستې ده او موږ باور لرو چې هغوي به خوندي وي.”

بلوڅ وسله والو تر دې وړاندې د ۲۰۱۸م کال د اګست پر ۱۱مه په چاغي سیمه کې پر یو بس چاودنه کړې وه په کوم کې چې لږ تر لږه درې چیني انجیرانو ټپي شوي وو.

دا هم وګورئ: چاغي: چاودنې د درې چیني انجینرانو په ګډون شپږ تنه ټپي کړي