په افغانستان کې د کابل د علماوو شورا رئیس مولوي بصیر حقاني د نومبر پر ۲۴مه د کابل ښار د چهل ستون په سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د بصیر حقاني ورور نورالحق مشال راډیو ته د نوموړي وژنه تایید کړه.
ده وویل، د کور خوا کې کله چې هغه له موټره ښکته شو، ويې واژه، د چهل ستون د دهن باغ په سیمه کې.
د افغانستان د علماوو شورا او افغان امنیتي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت په غاړه اخیستی.