د عمران خان د حکومت ۱۰۰ورځې او د خلکو نظرونه

وزیر اعظم عمران خان.

د پاکستان اوسني وزیر اعظم عمران خان په ټاکنیز منډو تړو کې له ولس سره ژمنه کړې وه، چې د خپل حکومت په لومړیو ۱۰۰ ورځو اېجنډا درغلي نابودوي، حکومتداري به ښه کوي او د بهرنیو هېوادونو پېسې به واپسوي او داسې نورې ....

خو ولس د هغه د دې ۱۰۰ ورځو اېجنډې په اړه څه نظر لري او له حکومته یې څه امیدونه ول او دي؟

د پېښور د اقرا انټرنېشنل پوهنتون یو استاد عظمت وایي چې د یو حکومت لخوا په ۱۰۰ ورځو کې کار کول مشکله کار دی ځکه چې د یوه هېواد پرمختیا لپاره کوم پلانونه وي نو هغه د پنځو یا د لسو کالو موده اخلي.

نوموړي وايي، د مقامي حکومتونو په اړه قانون سازي نه په پنجاب صوبه کې او نه په خېبر پښتونخوا کې وشوه او هم هغه زړه قانون سازي روانه ده.

ده وویل، د انصاف د ښه والي لپاره که څه و نو دا کار خو د عدلیې دې او د دوی پکې څه هم رول نه شته بل چې د احتساب په اړه د دوی کوم پلان و نو په هغوی کې هم له سیاسته کار واخیستو.

دا هم وګورئ: د تحریک انصاف واکمني به خیبر پښتونخوا ته څه ګټې ورسوي؟

د پېښور یو اوسېدونکی عرفان الله وایي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت په ټاکنو کې د غریب ولس لپاره د ګراني ختمولو خبرې کولې او دا به یې ویل چې بدلون به راولو خو دې حکومت ګراني راوستې ده چې د یو مزدوکاره سړي لپاره ژوند له ستونزې سره مخامخ کړی دی.

په دې اړه یو زده کوونکی سلمان خان وایي، حکومت ګراني راوستې ده خو غریب ولس دې نه هیروي.

ده وویل، غریب ولس پرېشانه دې ځکه چې یو خو د کورونو کرایې شي او بیا د بجلۍ بلونه شي نو باید چې حکومت غریب ولس لپاره څه وکړي.

دا هم وګورئ: عمران خان به رښتیا هم په پاکستان کې بدلون راولي؟

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړۍ سلیم الرحمان وایي ټولو خلکو ۱۰۰ ورځو ته مخه وه چې ګني څه انقلاب به راځي خو دا په بنیادي توګه د راتلونکي پنځو کالو لپاره د حکومت منصوبه بندي ده.

نوموړي وايي چې راتلونکي ورځو کې به ولس وویني چې حکومت ولس لپاره څه کوي.

ده وویل، په میاشت دوه کې به ولس د فساد پرضد کاروایي وویني او کله چې دا د پورونو مسله هواره کړل شي نو بیا به پور اخیستو ته ضرورت هم نه وي، درغلي او غلاګانې به هم نه کېږي.

د مخالفه سیاسي ګوندونو لخوا هم په وفاقي حکومت تنقید شوی دی چې حکومت کارکردګي په نظر نه راځي خو د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر فواد چودري ویلي و چې حکومت په ۱۰۰ ورځو کې ډېر کار کړی دی او راتلونکي ورځو کې به یې ولس نتیجې هم وویني.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه