د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، ټولې پاکستانې ادارې له هند سره اړيکي ښي کول غواړي.
نوموړي د نومبر په ۲۸مه د پنجاب په ناريوال کې له هند سره د کرتارپور راهدارۍ پولې پوري سړک جوړولو غونډې ته وينا کې وويل: ''زه د وزيراعظم په توګه، زما ګوند، ټولې سياسي پارټۍ، موږ پوځ او ټولې ادارې په يو دريځ يو او موږ وړاندي تلل غواړو.''
عمران خان زياته کړه که چېري هند يو قدم رامخي ته شي نو دوی به دوه قدمه دوستي په لور واخلي.
د ده په وینا د پاکستان او هند ترمنځه د کشمير شخړه موجود ده خو حل کېدلای شي که دواړه ملکونه یو بل لپاره خپل سرحدونه خلاص کړي او خپلمېنځي تجارت پیل کړي نو ګټه به يې نه صرف د پاکستان او هند ولس ته ورسېږي. بلکې په دواړو ملکونو کې به تر ډېره غريبي هم کمه شي.
نوموړي وايي،په ځای چې پر یو بل تورپورې کړو ښه به دا وي په خپلو کې اړيکې ښې کړو.ده وویل،
که فرانس او جرمني د دومره جنګونه کولو باوجود له یو بل سره تجارت کوي نو هند او پاکستان ولې نه شي کولائ.
په غونډه کې د پاکستان بهرنیو چارو وزير شاه محمود قریشي او د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري علاوه د هند د خوراک وزيرې هرسمرت کور بادل او د هند د پنجاب صوبې د سېلګرۍ او کلتور وزير نوجوت سينګ سدهو هم ويناګانې وکړې.
نوجوت سينګ سدهو په خپله وينا کې وويل، دواړو ملکونو له پکار دي چې خپلمېنځي شخړې دې هوارې کړي او یو بل ملک ته تګ راتګ دې اسان کړي.
نوموړي وویل، عمران خان صېب تاسو ته او د هند حکومت ته دا خواست کوم چې وخت راغلې چې مخ پر وړاندې ولاړ شئ او که سرحدونه مو خلاص کړل نو نه صرف له هنده لاهور بلکې د هغې وړاندې پېښور بیا افغانستان او داشان روس پورې به د تجارت لپاره لاره خلاصه شي چې ورسره دواړه ملکونه ترقي کولای شي.
د یادونې ور ده له پنجاب لاهور ښاره شاوخوا ۱۲۰ کلوميتره لرې له هند پولې سره نېږدې د راوي دریاب پر غاړه کرتار پور کلي اباد دې چې پکې د سيک مذهب یوه ګوردواره ده چې پکې د سيکانو مذهبي مشر بابا ګرونانک خپل د ژوند اخري ۱۸ کاله تېر کړي ول.
له هنده به هر کال سيکان د خپل مذهبي مشر دې ګردوارې زيارت لپاره د لاهور له لارې په سوونو کلوميتره مزل کولو وررسته دې ځای ته راتلل خو اوس د کرتار پور راهدارۍ خلاصولو وررسته دا لاره صرف څلور نيم کلوميتره پاتې شوه.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.