امریکا پر ایران تور لګولی چې د ملګرو ملتونو لخوا په هغه هیواد د وسلو پر برامد د بندیز سرغړونې یې زیاتې کړي دي او په منځني ختیځ کې یې وسله والو ډلو ته د وسلو رسد زیات کړی دی او خپل میزایلي پروګرام ته یې دوام ورکړی دی.
د ایران لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي براین هوک د نومبر پر ۲۹مه په واشنګټن کې یو پوځي مرکز کې د وینا پر وخت خبریالانو ته هغه وسلې او د وسلو برخې وښودلې چې په افغانستان، بحرین او یمن کې نیول شوي دي.
نوموړي وویل دا د دې ثبوت دی چې ایران یو جدي ګواښ دی او باید چې درول شي.
دا هم وګورئ: امریکا: ایران پر وسله والو کلنی یو بیلیون ډالر لګوي
دغه غونډه چې له تېر کال راهیسې په دوهم ځل وشوه، پر ایران د امریکا د فشار اچولو د هڅو برخه ده چې د واشنګټن په خبره غواړي په سیمه کې د تهران ورانکار فعالیتونه ودرول شي.
ایران په تېرو وختونو کې له دغو تورونو نه انکار کړی دی.
دا هم وګورئ: ایران: اقتصادي بندیزونه لګول د امریکا ناکامه هڅه دهامریکا د سږ کال په مۍ میاشت کې له ایران سره له اټومي تړونه ووتله او د تهران خلاف یې هغه بندیزونه بحال کړل چې د اټومي تړون په نتیجه کې پکې نرمي راوستل شوې وه.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.