اپوزیشن پر قانون سازۍ د عمران خان څرګندونې د جمهوریت ضد وبللې

فایل فوټو د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د پارلیمان غړي ټاکلېدو په توګه لوړه کوي.

د پاکستان په پارلېمان کې اپوزیشن ګوندونو د قانون سازۍ او اصلاحاتو په لړ کې د صدراتي فرمان په اړه د وزیراعظم عمران خان په بیان ټکونه کړي دي.

په پارلېمان کې د اپوزیشن ګوندونو غړیو مشال ریډ‌یو ته ویلي د وزیراعظم دا بیان د جمهوري اقدارو منافي اود ایین په اړه د نوموړي لا علمي څرګندوي.

خو د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي وايي چې د صدراتي فرمان په اړه د عمران خان خبره یوازې له بېړنیو حالاتو سره تړلې ده.

دا هم وګورئ: عباسي: عدالت د پاکستاني ولس استازي د غلو په نامه یادوي

په سینیټ کې د مخالفو ګوندونو مشر او د پاکستان مسلم لیګ نون یو له مخکښو راجه ظفرالحق د شورو پر ورځ مشال ریډیو ته وویل اپوزیشن او په ایین پوه خلک به تل د داسې فیصلو مخالفت کوي.

نوموړي د هغې پس دا خبره مشال ریډیو ته وکړه چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ګل په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو سره په ځانګړی مرکه کې ویلي وو چې د قانون سازۍ لپاره صدارتي فرمان کارولی شي.

خو د مسلم لیګ نون مخکښ راجه ظفرالحق وايي د وزیراعظم د بیان خلاف به په پارلیمان کې اواز پورته کوي.

''په هغو حالاتو کې چې د پارلیمان دواړه ایوانونه برحاله نه وي نو له پارلیمان نه ماورا د تللو یوه بهانه په لاس ورشي چې ډېر په غیر عادي صورتحال کې داسې کېدای شي او په ایین کې دا باقاعده لیکل شوي دي. هغه هم یوازې یو ځل دا کار کېدای شي چې غځول کېدلای نه شي. موږ به د دې مخالفت کوو، خلاف به یې غږ پورته کوو او هغه هر څه به کوو چې کولای یې شو. خو دا به یو غېر مقبوله فیصله وي.''

دا هم وګورئ: عمران خان د هېواد اقتصاد نشي سمولای: زرداري

​پاکستان تحریک انصاف په قامي اسمبلۍ کې له ۷ سیاسي ګوندونو سره ایتلافي حکومت جوړ کړی دی. خو د سینیټ په ۱۰۴ چوکیو کې له څلورو ګوندونو او ازادو امیدوارانو سره یو ځای ۳۹ چوکۍ لري.

په پنجاب کې د پاکستان پیپلز ګوند مشر او پخوانی وفاقي وزیر قمر زمان کایره وايي چې پارلیماني حکومت او د ملک په ایین کې دا خبره مقرره ده چې د ارډنینس له لارې قانون سازي نه شي کېدای. دا یوازې د ایمرجنسي په صورت کې کېدای شي.

''اوسنی صورتحال داسې دی چې قامي اسمبلي او سینیټ برحاله دي. که حکومت څه کول غواړي نو د قانون سازۍ لپاره به یې پارلیمان ته وړي. که پارلیمان یې نه منظوروي نو هغه کیسه به ختمه شي.

بیا قانون سازي د صدارتي فرمان په ذریعه نه شي کیدای. که د حکومت د قانون سازۍ اراده وي نو اپوزیشن دې په اعتماد کې واخلي. اپوزیشن په بیا بیا وايي چې د پاکستان د ولس په ګټه چې څه وي د هغې قانون سازۍ ملاتړ به کوي. او دا څنګه کېدای شي چې د هغه کار مخالفت وکړل شي چې د ولس د ګټې لپاره وي. که کوم ګوند داسې کوي نو سیاست ته به یې نقصان رسیږي. نو دا خو حکومت غلطي کوي او ارادې یې سمې نه دي. په داسې کولو سره حکومت پارلیماني عمل ته نقصان رسوي.''

دا هم وګورئ: اپوزېشن ګوندونو د وزیر اعظم عمران خان پر رویه احتجاج کړی

​په قامي اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف غړی ډاکټر حیدر علي وايي، په مرکه کې د وزیراعظم عمران خان اشاره یوازې بېړنیو حالاتو ته وه.

''پاکستان تحریک انصاف یوه جمهوري پارټي ده چې د پارلیمان په بالادستۍ یقین لري. چې کله د قامي مفاد خبره راشي نو که حکومت وي او که اپوزیشن، ټول یوځای شي. زموږ هم اول په پارلیمان کې نمایندګي لرونکیو ګوندونو ته سترګې دي چې د ولس د مفاد لپاره به د هغوی د خواهشاتو احترام کوي. دا خو په هغه صورت کې نوموړي خبره کړی ده چې کله ټولې لارې بندې شي. د پارلیمان بالادستي ضروري ده خو چې کله پارلیمان خپله ډیوټي نه ادا کوي نو په هغه صورت کې په ایین کې د صدراتي فرمان ګنجایش ایښودل شوی دی.''

دا هم وګورئ: عمران خان: له پور اخیستو پرته بله لار نه شته

وزیراعظم عمران خان په مرکه کې دا خبره هم کړې وهچې که څه هم ګوند یې په سینیټ کې اکثریت نه لري چې له وجې یې په اسانه قانون سازي نه شي کولای.

خو زیاته کړې یې وهچې د مخالفو ګوندونو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره به له هغوی سره سمجوته نه کوي او ښايي صدراتي فرمان په کار راولي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه