د تعليم مبارزې ملالې يوسفزۍ ته د هغې د تعليمي خدماتو له کبله نن د هارورډ پوهنتون لخوا ګليټسمن جايزه ورکړل کيږي.
هارورډ يونيورسټۍ پرون په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې دا جايزه ملالې يوسفزۍ ته د دې له وجې ورکړل چې نوموړې په زړورتيا سره د هغه غورځنګ مشري کوي چې هدف يې تر ۱۲ کالو پورې جينکو ته وړيا، معياري او خوندي زده کړې ورکول دي.
ګليټسمن اېوارډ هغه رهبرانو او نوښتګرو ته ورکړل کيږي چې په ټولنه کې يې مثبت بدلون راوستی وي.
د امن نوبېل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ چې په ۲۰۱۲ م کال په سوات کې طالبانو په وسله وال بريد کې ژوبله کړې وه، دا وخت د بریتانيا په اکسفورډ پوهنتون کې زده کړې کوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.