د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشرانو او د دغه غورڅنګ پلویانو د پاکستاني پوځ هغه څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی چې وايي، پښتون ژغورنې غورڅنګ له دې له سرې کرښې نه اوړي، ګنې پرضد به یې ګام واخیستل شي.
د یاد غورځنګ یوه او د پاکستان د قومي اسامبلۍ غړي محسن داوړ پر خپلې ټویټر پاڼې د پوځ د ویاند د څرګندونو په ځواب کې ویلي، موږ نه، بلکې تاسو تل له سرو کرښو اوښتي یئ.
نوموړي پهدې اړه ویلي:
"تاسو پوره کوښښ کړی چې موږ ته تاوان راورسوئ، تاسو پر موږ د درواغو مقدمې کاږی، د خپلو ګوډاګیانو «ښو طالبانو» له لارې مو زموږ د وژنې هڅه وکړه، پر ټولنیزو، چاپي او الیکټرانيکي رسنیو کې مو د بدنامولو کمپاین وچلاوه، غدار مو راته وویل، خو بیا هم زموږ د ملاتړ په مخنیوي کې ناکامه یاست."
د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو سربېره ځینو سیاستوالو او د بشري حقوقو فعالانو هم پر ټولنیزو رسنیو د پاکستاني پوځي ویاند د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی.
نامتو سیاستوال افراسیاب خټګ په دې اړه پر خپل ټویټر کښلي.
نوموړي ویلي:
"دا د طالبانیزم له تازه څپې د پام اړولو لپاره د پښتنو ځوانانو د حقوقو لپاره د سولهییز تحریک بدنامول ښه تګلاره نه ده. ټولنیز تړون د ریاست بنیاد وي او دغه تړون ماتول هم له حده اوښتل دي. د خلکو قانوني حقونه خوندي کول یې حل-لاره ده."
په خېبر پښتونخوا کې سیاستوالې، د بشري حقون فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلوۍ عصمت شاهجان هم پر خپل ټویټر په غبرګون کې ویلي:
"د پوځ ویاند د سیاسي بیان په ورکولو له سرو کرښو تجاوز کوي."
د یادونې وړ ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د غورځنګ د غوښتنو د پوره کېدا په اړه د پوځ د ویاند ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی چې د دوی غوښتنې تر درېوو ډېرې دي چې تردې دمه یې لا یوه هم نه ده منل شوې.
د پاکستان پوځ ویاند جنرال اصف غفور په پنجشنبه په راولپنډۍ کې د یوې خبري غونډې ته د پاکستان پر حالاتو په خپلو څرګندونو کې ادعا وکړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېرې غوښتنې پوره شوي دي.
نوموړي په دې اړه وویل: "د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غوښتنې چې یوه یې د امنیتي پوستې لېرې کول، په قبایلي سیمو کې د ماینونو پاکول او د بې درکه کسانو معلومات دي چې په دغو درې واړو غوښتنو وار له مخکې کار پیل شوی او ډېر پرمختګ پهکې شوی دی."
د پاکستاني پوځ ویاند همدا شان وویل چې د دغه غورځنګ پر فعالیتونو ژور نظر لري موږ تر اوسه د دغه غورځنګ پرضد له تشدده کار نهدی اخېستی او خبرداری ورکړی چې:
"غورځنګ دې له هغې سرې کرښې نه اوړي، چې ریاست یې پرضد اقداماتو او عملیاتو ته اړ وځي."
دا هم وګورئ: پښتون ژغورنې غورځنګ دې له لیکې نه اوړي: جنرل غفور
دا هم وګورئ: کوهاټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګرفتار غړي خوشې کړل شول